1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې هوایي ځواکونو یو وار بیا د کردانو سنګرونه بمبار کړي

۱۳۹۸ آبان ۱۹, یکشنبه

د سوریي په شمال کې د پوځي عملیاتو تر پیل یوه میاشت وروسته، د ترکي پوځ او کردي ملیشه و ترمنځ شدیده جګړه رامنځته شوې. سربیره پر دې د ترکیې هوایي ځواکونو په تلتمر او راس العين سیمو کې د کردانو پر مرکزونو بمباري کړې ده.

https://p.dw.com/p/3Sn3L
Syrien Kämpfe in Tell Tamer
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Ahmad

د سوریي د بشري حقونو سازمان د کردي ملیشه و او ترکي ځواکونو ترمنځ د شدیدو نښتو رپوټونه ورکړي دي. ویل کیږي چې د ترکیې هوایې ځواکونو د سوریې په شمال کې هم هدفونه په نښه کړي دي.

دغه نښتې د تلتمر او راس العين په سیمو کې رامنځته شوي دي. تلتمر په سوریي کې د ترکیي له سرحد څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لیري پروت دی. دا په داسې حال کې ده چې د راس العين سیمه په سرحد کې واقع ده.

د وروستیو جګړو پر ترڅ کې ۴ تنه سوریایي سرتیري وژل شوي دي. دا خبره د سوریي د رسمي خبري آژانس «سانا» له خوا خپور شوی دی.

ویل کیږي چې څو تنه کردي جنګیالي او د سوریایي پوځ دولتي سرتیري په دغو جګړو کې وژل شوي دي. د هغه خبر په اساس چې د کردي سرچينو په حواله خپور شوی دی د ترکي پوځ او سوریایي پوځ پورې اړوندو ځواکونو ترمنځ نښتو کې پنځه تنه سوریایي عسکر وژلي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د سوریي په شمال کې د ترکیي د هوایي ځواکونو د بریدونو د احتمالي تلفاتو په اړه دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.

اروبند ته ژمنتیا

د ترکیي خبري آژانس «انادولو» د یوه راپور په خپرولو سره اوربند موافقې ته د ترکیي د حکومت له ژمنتیا څخه خبر ورکړی دی. د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين او د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکتوبر په میاشت کې د سوریي په شمال کې د اوربند په هکله موافقې ته رسیدلي ول. د یادونې وړ ده چې د ترکیي پوځي عملیات د اکتوبر میاشتې په ۹ نیټه پيل شوي وو.

وروسته له هغې اعلان شوی وو چې د کردي ولسي دفاع پورې اړوند واحدونه د سوریي په شمال کې له تر خپل کنترول لاندې سیمو څخه وتلي دي. د سوریي له شمال څخه د امریکایي ځواکونو پر شاتګ او وتلو، د ترکي پوځ عملیاتو پیلیدو ته عملاً لاره هواره کړې وه.

د اکتوبر په میاشت کې تر موافقې وروسته پتېل شوې وه چې د سوریي او ترکیې ترمنځ په شمال کې دغه حائل سیمه به په مشترک ډول کنترولیږي. ترکیه په دې نظر ده چې له یادې سیمې څخه د کردي جنګیالیو تر وتلو وروسته، شاوخوا دوه میلیونه سوریایي مهاجر چې اوس په ترکیه کې دي دلته میشت کړي.

له راس العین څخه د کردي ځواکونو وتل تائید شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په یو شمیر سرحدي سیمو کې د کردي ملیشه و پورې اړوندې ډلې شتون لري. همدې موضوع د ترکي پوځ او کردي جنګیالیو ترمنځ نښتو ته لمن وهلې ده.

ترکیه د سوریي په شمال کې د خپلو نظامي عملیاتو د پيل راهیسې توانیدلې ده چې د سوریي په شمال کې ۴۸۰۰ کیلومتره مربع ساحه تر خپل کنترول لاندې راولي.

dpa, ape, rtre)/sn/aa)