1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې د دیانت اداره: همجنسبازي د کرونا د شیوع یو علت دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د ترکیې د دیانت د ادارې رییس د تیري جمعې د ورځي د لمانځه په خطبه کي همجنسبازي د کرونا د شیوع یو علت وباله. جمهور رئیس اردوغان هم د هغه د دغو څرګندونو څخه دفاع وکړه. خو ځینو نورو بیا دغه څرګندونې غندلي دي.

https://p.dw.com/p/3bZho
Türkei Tayyip Erdogan und Ali Erbas
انځور: picture-alliance/AA/E. Top

د ترکیې د دیني ادارې یا دیانت رییس علي ارباس، د اسلام په محافظه کاره تفسیر باندې شهرت لري. د اکثرو نورو مسایلو په باب د ده نظریات هم د هغه د منتقدینو په نظر له اوسني عصر او زمان سره مساعد نه دي. د تیرې جمعې په ورځ د لمانځه په خطبه کې د ارباس دا نظریه چې همجنسبازي د کرونا د شیوع یو علت دی، د هغه دا ډول شهرت نور هم لوړ کړ.

هغه ویلي وو: «همجنسبازي او مخالف جنس ته تمایل نه لرل، نسلونه خرابوي او د دغه ډول ناروغیو لامل کیږي. اسلام پرهمجنسبازي باندي بد ویلي دي.»

خو د ده دغه اظهارات بیا د مدني ټولنو او سیکولر سیستمدارانو د قهر او غضب سبب ګرځیدلي دي. د هغوی په نظر د ارباس نظریات د نفرت راپیدا کیدو او تبعیض سبب ګرځي. خو بیا جمهور رییس رجب طیب اردوغان، د تیرې دوشنبې ورځې د کابینې په جلسه کې وویل: «دغه ارزیابي د اسلام او قرآن په نظر کې نیولو سره تر سره سوې ده.»

 هغه ټینګار وکړ چې د دیني ادارې د رییس اظهارات چې د ده تر مستقیمې ادارې لاندې قرار لري، د اوله څخه تر اخره پورې سم وه.

اردوغان ټولې نیوکې، په ځانګړې توګه د انقرې د مدافع وکیلانو د انجمن څرګندونې، په شدت سره رد کړې. دغه انجمن د دې دمخه د دیانت د ادارې د رییس اظهارات د اسلام او ترکیې د دولت په مقابل کې یو تعرض بللی وو. هغوی ویلي وه چي دیانت اداره غواړي، خلک یو دبل په مقابل کې سره واچوي. انجمن ویلي دي چې د هغه راهیسې چې ارباس د دیانت د ادارې ریاست پرغاړه اخیستی دا لومړی وار نه دی چي هغه ګواکي د همجنسبازۍ په اړه څرګندونې کوي، بلکه په وار وار یې د هغو کسانو څخه چې د کوچنیانو او ښځو پر ضد تشدد کوي، هم دفاع کړې ده.

د بلي خوا بیا د ارباس اوسني اظهارات د آلمان د یو تعداد سیاستمدارانو له نیوکو سره مخامخ سوي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي مسایلو مسئول میشاييل روټ، ویلي دي چې د ارباس اظهاراتو یو وار بیا وښووله چې په ترکیه کې د اقلیت همجنسبازانو له پاره وضعیت «سخت او آن خطرناکه سوی دی».