1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

د ترکیې حکومت د استانبول د برید پړه پر وسله والو کردانو اچوي

۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د استانبول د استقلال په بازار کې تر چاودنې وروسته، ترکي پولیسو یو شکمن کس نیولی دی. ویل کیږي چي نوموړي د کردانو د منع سوي کارګر گوند سره اړیکي درلودې.

https://p.dw.com/p/4JTbY
Türkei | Explosion in Istanbul
انځور: Umit Bektas/REUTERS

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د دوشنبه په سهار خبر ورکړ چې امنیتي چارواکو هغه کس نیولی چي د استانبول په مرکز کې یې په یوه پیاده رو کي یو بم ځای پرځای کړی وو. هغه زیاتوي: »زموږ د معلوماتو له مخي د PKK ترهگري سازمان ددغه برید مسوول دی.« نوموړی کس د یو څه وخت له پاره د سوریې په شمال لویدیځ کي د عفرین په سیمه کی هم وو. په دغه سیمه کي ډیری کردان اوسیږي، خو د ۲۰۱۸ م کال د مارچ راهیسي عفرین د ترکي ځواکونو له خوا اشغال سوی او د هغه ځای اصلي اوسیدونکي تښتیدلي دي.

په استانبول کې چاودنه شوې

داخله وزیر سویلو د غچ اخیستني اعلان کړی

په عین وخت کي سویلو د غچ اخیستني اعلان کړی دی. نوموړي داخله وزیر د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د مرستیال فوات اوکتای هغه څرګندوني تر اوسه پوري نه دي تأیید کړي چي گواکي «ددغه برید مسوولیت یوه ښځه پر غاړه لري.» 

د استقلال پر سړک دغه برید کي د یکشنبه په ورځ ۶ تنه ووژل او څه د پاسه ۸۰ تنه ټپیان سول. دغه سړک په تیره بیا تر غرمې وروسته په انسانانو ډیر ډک وي.

Türkei | Explosion in Istanbul
په استانبول کی تر برید وروسته پلټني دوام لريانځور: Umit Bektas/REUTERS

د کردانو کارګر «پي کی کی» منع سوی ګوند د ۱۹۸۰ م کال له نیمایی څخه د ترکیې د حکومت پر ضد مبارزه کوي. پر دغه گوند باندي په تیرو کلونو کي د ډیرو خونړیو بریدونو پړه اچول سوې ده. همدارنگه د امریکا متحده ایلاتو په شمول زیاتره لویدیځو هیوادونو نوموړی گوند د ترهگري سازمان په توگه درجه بندي کړی دی.

«د ترهگرو پټنځای»

په اوس وخت کي د PKK گوند د اوکراین د جگړې په نتیجه کي د سویدن او فنلنډ له خوا د ناټو د غړیتوب په اړه د لانجې مرکزي موضوع ده. د انقرې مشرتابه تر ټولو د مخه پر سویډن تور لگوي چي په اصطلاح د «ترهگرو پټنځای» دی او حداقل د ناټو پوځي ائتلاف ته د شمالي اروپا د دغو دوو هیوادونو الحاق ځنډوي.

د ناټو غړی هیواد ترکیه ددغه هیواد په جنوب ختیځ او همدارنگه د عراق او سوریې په شمال کي د نوموړي گوند په وړاندي له پوځي لحاظه مقابله کوي. په تیرو لسیزو کي د کړکیچ له امله په مجموعي ډول په لسو زره کسان وژل سوي دي. د ۲۰۱۵م کال په دوبي کي یو اوربند له ناکامۍ سره مخامخ سوی وو.

GP/BS/DW.Online