1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيي ښوونځي: مذهب د تعلیم په بیه؟

۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبه

د ترکیې تحصیلي او تعلیمي نظام له کړکیچ سره مخ دی او د دې هیواد زده کوونکي د تعلیم په برخه کې د وروسته پاتې کیدو په درشل کې دي. منتقدین بیا د اردوغان حکومت پړ ګڼي چې په دې وروستیو کې یې سلګونه دیني مدرسې پرانیستلې دي.

https://p.dw.com/p/3Na1z
Kazim Karabekir Imam-Hatip-Schule für Mädchen in Istanbul, Türkei
انځور: ullstein bild - Reuters/MURAD SEZER

له اونیو راهیسي په ترکیه کې عام خلک د تعلیم او تربیې د سیستم په برخه کې پر ستونزو او مشکلاتو خبرې او بحثونه کوي. دغه بحثونه د ترکیې د پوهنې وزارت له لوري په دې وروستیو کې تر یوه تازه خپاره شوي رپوټ وروسته تاوده شول.

دغه رپوټ چې په ترکیه کې د یوې څیړنې په پایله کې خپور شوی، په ښوونځیو کې د ترکي زدکوونکو د زده کړې وضعیت ارزوي. د یادې څیړنې پایلو موندلې چې ترکي زده کوونکي د تعلیم په برخه کې ډیر وروسته پاتې دي. پر نورو سربیره د یادې څیړنې په حواله ترکي زده کوونکي د نورو برخو په پرتله په ریاضیاتو او په ترکي ژبه کې ډیر کار ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د حکومت اپوزیسیون او د چارو شنونکي د دغه وروسته پاتیدو لامل د اردوغان د حکومت له لوري د امام خطیب په نامه د ډيرو دیني مدرسو پرانیستل په ګوته کوي.

دغه راز دیني مدرسې د تدریس په برخه کې تر ډیره پورې په دیني مضامینو لکه قرآن کریم او د حضرت محمد پر لارښوونو تمرکز کوي. په اصل کې دغه راز مدرسې د امامانو د روزنې له پاره طرح شوې وې، خو د ترکیې محافظه کاره اسلامي حکومت په ښوونځیو کې داسې اصلاحات رامنځ ته کړل څو دغه دینې مدرسې په ټولنه کې د خلکو د منلو وړ وګرځي.

Imam-Hatip-Schule in Kirklareli, Türkei
انځور: Creative Commons/Darwinek

په ترکیه کې د حکومت له لوري دغه اصلاحات د دې لامل شول چې یوازې د تیرکال په ترڅ کې په ټوله ترکیه کې د دیني مدرسو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی رامنځ ته شي. د ترکیې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د تیرو پنځو کلونو په موده کې د متوسطه ښوونځیو شمیر له ۱۰۹۹ څخه ۳۲۸۶ ښوونځیو ته لوړ شوی دی. په ورته وخت کې د امام خطیب په نامه د دیني مدرسیو شمیر هم له ۵۳۷ څخه ۱۶۰۷ دینې مدرسو ته لوړ شوی دی. د ترکیې د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې اوسمهال د امام خطیب په ښوونځیو کې تر۶۲۰ زرو ډیر زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

مذهب د تعلیم په بیه؟

په ترکیه کې منتقدین د ترکي زده کوونکو د کمزورتیا تر شا د امام خطیب د دیني ښوونځیو د شمیر زیاتوالی په ګوته کوي. په زیاتره مورادو کې په ځانګړې توګه د امام خطیب د ښوونځو زده کوونکي د ترکیې په کانکور ازموینو کې هم کمزورې نمرې ترلاسه کوي. د ترکیې د پوهنې وزارت هم دغه راز تورونه تائیدوي. یاد وزارت وايي چې په ۲۰۱۸م کال کې د امام خطیب د دیني ښوونځیو د ټولو فارغینو له ډلې څخه یوازې ۳۸ سلنه یې لوړو زده کړو ته لار موندلې ده کوم چې د نورو ښوونځیو په پرتله خورا کم شمیر دی.

میرمن کورلو وايي چې د ترکیې حکومت د دیني مضامینو او ساینسي مضامینو د انډول ساتلو له پاره یوه پروژه هم پرانیستلې ده.
میرمن کورلو وايي چې د ترکیې حکومت د دیني مضامینو او ساینسي مضامینو د انډول ساتلو له پاره یوه پروژه هم پرانیستلې ده. انځور: Privat

په ورته وخت کې په خپله د ترکیې حکومت هم په دې برخه کې د اصلاحاتو او ښه والي اړتیا ویني. د ترکیې د پوهنې وزارت له دې ستونزې سره د مبارزې له پاره په ۲۰۱۶م کال کې د طبیعي او ټولنیز ساینس په نامه یوه پروژه پرانیستله. د ترکیې د تعلیم په برخه کې د اصلاحاتو له ادارې څخه اوزګینور کورلو د دغې پروژې په هکله وویل: «د دې [پروژې] هدف دا دی چې د کانکور په آزموینه کې د امام خطیب د ښوونځو د فارغینو د بریا چانس ډیر شي او سربیره پر دې بل هدف دا دی چې په مضامینو کې طبیعي او د ټولنیز ساینس مضامین ورداخل کړل شي.»

بل لوري ته په ترکیه کې د پرانیستي تعلیم د صنفي اتحادیې عمومي منشي علي ایدین بیا انتقاد کوي چې د ترکیې په ښوونځو کې پر دیني مضامینو ډیر تمرکز کیږي. ایدین وايي چې مخکې له دې چې د امام خطیب د ښوونځیو پر ستونزو خبرې وکړو، مهمه دا ده چې د تعلیمي سیستم ټولو ساختاري ستونزو ته پاملرنه وشي.

زموږ له آرشیف څخه: