1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترمپ وړاندیز ته د بایډن غبرګون: "لطفاً دا مه څښئ!"

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

جو بایډن د کرونا ناروغانو د درملنې له پاره د دونالد ترمپ له خوا وړاندیز شوې متود په اړه په تعجب سره غبرګون ښودلی دی. د امریکا ولسمشر وړاندیز کړی وو چې اخته کسانو ته دې ضد عفوني مایع پيچکاري شي.

https://p.dw.com/p/3bOZp
USA, Ohio:  Joe Biden
انځور: picture-alliance/AP/P. Vernon

جو بایډن د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال او د دغه هیواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د دیموکراتانو نوماند د دونالد ترمپ اصلي رقیب دی. 
بایډن په یوه تویتري پيغام کې لیکلي دي: «باور مې نه کیږي چې باید داسې ووایم: لطفاً د «د هیپوکلریت سودیم" یا (کیمیاوي ګند پيدا کونکی محلول) مایع مه څښئ.»

ترمپ د پنجشنې په ماښام وړاندیز کړی وو چې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې له پاره دې د ماورای بنفش وړانګو څخه استفاده وشي او یا حتی ضد عفوني مواد ورته پيچکاري شي.

ترمپ له خپلو دې څرګندونو سره د یوه طبي میتود مبناء ته اشاره کړې ده چې د لمر وړانګې او ضد عفوني مواد کولی شي ویروسونه مړه کړي؛ خو باید یادونه وشي چې له دې میتود څخه په باندیو سطحو او یا هوا کې کار اخیستل کیږي، نه د انسان په بدن کې دننه.

داکترانو بی له ځنډه د ترمپ له څرګندونو وروسته خبرداری وکړ چې خلک دې د دغو ضد عفوني موادو له څښلو یا پيچکاري کولو څخه ډډه وکړي. داکترانو اعلان کړی دی چې په طبي سپارښتنو عمل وکړئ.

ترمپ د غبرګونو د زیاتیدو په ارتباط د جمعې په ماښام وویل چې څرګندونې یې طعنه امیزه وې. هغه په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «ما یوه طعنه امیزه پوښتنه لکه ستاسې په شان خبریالانو ته وړاندې کړه، څو ووینم چې څه پيښیږي.»

ترمپ د پنجشنبې په ورځ له خپلو دغو څرګندونو سره په ښکاره ډول د روغتیایې چارو کارپوهان مخاطب کړل او هغوي يې ؤ پوهول چې د درملنې دا ډول میتودونه دې ؤ ازمایي.
څو اونۍ مخکې دونالد ترمپ او د هغه سیاسي رقیب جو بایډن د کرونا بحران په اړه تلیفوني خبرې کړې. خو آیا د دیموکرات ګوند دغه نوماند او په نومبر میاشت کې د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ترمپ دغه سیال به بیا هم د تلیفون له لارې ترمپ سره خبرو ته تیار شي؟ د دې پوښتنې ځواب به وخت ووایي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص