1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د تخار د پيښې قربانیانو شمیر لوړ شوی دی

۱۳۹۷ مهر ۲۲, یکشنبه

د شنبې په ورځ په تخار ولایت کې د افغانستان د پارلماني ټاکنو د یوې نوماندې پر کمپاین د برید د قربانیانو شمیر ۲۲ ته لوړ شوی دی. په دغه پيښه کې ۳۶ کسان ټپپان شوي دي.

https://p.dw.com/p/36VnS
Karte Afghanistan Provinz Takhar Englisch
انځور: DW

د تخار ولایت ویاند د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۴مه) وویل چې د پارلماني ټاکنو د یوې نوماندې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د چاودنې په پایله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۲ ته لوړ شوی دی. د هغه په خبره ۳۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د پيښې زیاتره قربانیان ملکي وګړي دي.

مخکې تر دې د ۱۲ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو. د چارواکو په وینا د شنبې په ورځ هغه یوه موټر سیکل ته چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي ول د پارلماني کانديدې نفیسه یوسیفي بیګ د ټاکنیز کمپاين پر مهال د هغې د پلویانو په منځ کې چاودنه ورکړل شوه. اغلې یوسیفي بیګ ته په دې پيښه کې زیان نه دی رسیدلی.

افغانان د اکتوبر میاشتې په ۲۰ نیټه نوی پارلمان ټاکي. تیره اونۍ د ټاکنیز کمپاين د پیل راهیسې دغه غونډې د بریدونو هدف ګرځول شوي دي. د انتخاباتو د کمیسیون په حواله تر اوسه پورې د پارلماني ټاکنو ۹ نوماندان وژل شوي دي.

څو ورځې مخکې طالبانو د پارلماني ټاکنو نوماندانو ته خبرداری ورکړی وو چې له خپل کاندیداتورۍ تیر شي. طالبانو دغه ټاکنې د «امریکایانو شومه دسیسه» بللې وه او پر ټاکنیزو مرکزونو او ګډون کونکو یې د بریدونو ترسره کول اعلان کړي ول.