د تخار خونړی بريد څنگه تر سره سوی
۱۳۹۰ خرداد ۸, یکشنبهپه دغه حمله کي 7 کسان ووژل سول، چي پکښي د افغانستان د 303 قول اردو پاميرعمومي قومندان جنرال داؤډ داؤد ، د تخار د امنيي قوماندان شاجهان نوري او دغه راز د آلمان د پوځ دوه سرتيري شامل دي.
دغه راز په پيښه کي د افغانستان په شمال کي د آيساف عمومي قوماندان جنرال مارکوس کنايپ او د تخار والي عبدالجبار تقوا ټپيان سوي دي.
تقوا چي په چادونه کي يي مخ او لاسونه يو اندازه سوي دي، نن په تالقانو کي يوې خبري غونډي ته د پرونۍ پيښي په هکله معلومات ورکړل. تقوا وويل چي د هغه د استخباراتي معلوماتو له مخه ياغيانو په تخار کي د يو ځانمرګي بريد له پاره بندوبست کړي ؤ. «اوس موږپه دې هکله پلټنه کوو چي دغه حمله څنګه تر سره سوه.»
د افغانستان په شمال کي د پوځ لوړ پوړي جنرال، زلمی ويسا چي هغه هم د تخار په غونډه کي ګډون کړی ؤ او له نوموي حملي څخه بچ سوی نن وويل: « زموږ لومړي معلومات ښيي چي حمله کونکي د امنيتي کسانو يونيفورم اغوستی ؤ.»
يو بل امنيتي چارواکي چي د خپلو هويت د نه بربنډولو په شرط خبري وکړي وويل: بريد کونکي د پوليسو جامي اغوستي وې.» ويل سوي دي چي حمله کونکي وروسته له هغه د ودانۍ مقر ته ننوت چي خپل ځان يي امنيتي ځواکونو ته د يو افغان لوړ پوړي چارواکي محافظ معرفي کړ.
خو په تخار کي د پوليسو وياند لعل محمد احمد زي وويل: « لا تراوسه وختي دی چي سړی ووايي چي د ولايت په مقر کي دغه چاودنه څنګه رامنځ ته سوه.» هغه وويل: ګمارل سوی پلاوی په دې هکله هم پلټنه کوي چي آيا دا ځانمرګي بريد ؤ او که د ولايت د مقر په ودانۍ کي چاودنکي توګه مخکي له مخکي ځای پر ځای سوي ول.»
طالبانو د دغه حملې مسووليت په غاړه اخيستی دی او ويلي يې دي چي د هغوی «يو ځانمرګی بريد کونکی امنيتي خنډ مات کړ او د غونډي کوټې ته ننوت.»
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل