1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تایلند پاچا له «آلمان څخه پر خپل هيواد حکمراني کوي»

۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعه

د دوو آلماني رسنیو څیړنې ښيې چې د تایلند پاچا واقعاً د آلمان په بایرن ایالت کې ژوند کوي او له هماغه ځایه پر خپل هیواد حکمراني کوي. هغه په روان میلادي کال کې یوازې نهه ورځې په تایلند کې وو او ډیر فرمانونه يې صادر کړي دي.

https://p.dw.com/p/3mtoN
Thailand Kronprinz Vajiralongkorn
انځور: picture-alliance/dpa/R. Yongrit

د تاګس شاو، په نوم یوه تلویزوني کانال په خپله انټرنټ پاڼه کې په یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د تایلند پاچا واجیرا لونګ کارن، سږ کال په نوومبر میاشت کې یو ځل بیا په بنکاک کې راڅرګند شوی دی. دا هغه صحنه وه چې د خلکو له پاره نادره وه، ځکه چې هغه په ۲۰۱۹م کال کې د تاج پر سرولو وروسته ډیر لږ په تایلند کې اوسیدلی دی.

د تایلند پاچا زیاتره وخت د آلمان د بایرن ایالت د ګارمش پارتنکیرشن په سیمه کې د زوننبېشل په نوم یوه هوټل کې اوسيږي.

هغه څه چې په لومړي سر کې یې د آلماني رسنیو توجه ځان ته راوګرځوله، د هغه د ژوندانه شخړه ایز سبک وو. خو کله چې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې د دیموکراسۍ غورځنګ پلویان په تایلند کې سړکونو ته راووتل، په بایرن کې د تایلند د پاچا د اقامت پر جنجالي کیدو سربیره، د دغه هیواد او آلمان ترمنځ دوستانه دیپلوماتیکي اړیکې تر فشار لاندې شوې او دغه اړیکې یې خړې پړې کړې.

له دوه نیمو میاشتو راهیسې په تایلند کې د دیموکراسې غورځنګ، آلمان ته د تایلند د پاچا د کوربه هیواد په توګه خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي. احتجاج کوونکو د خپلو مظاهرو په ترڅ کې د آلمان بیرغ پورته کاوه او پر هغه یې «له آلمان څخه چارې مه ترسره کوئ» په څیر شعارونه لیکل شوي وو. د هماغه څه وو چې د اعتراض کوونکو په وینا په اکتوبر میاشتې کې په بنکاک کې د آلمان سفیر ته په وړاندې شوي لیک کې یې یادونه شوې او پرې ټینګار شوی دی.

Thailand | Proteste in Bangkok
په تایلیند کې د دیموکراسۍ غوښتونکي غورځنګ د احتجاجونو یو انځورانځور: Gemunu Amarasinghe/dpa/picture-alliance

څه ډول اقامت؟

تر اوسه د تایلند سفارت په کراتو د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي دي چې په بایرن کې د پاچا اقامت «خصوصي» دی. هغه د یوه «پاچا» په توګه په بایرن کې ژوند نه کوي. د تایلند سفارت دې ته نه دی حاضر شوی چې د زود دویچه څایتونګ، او د وي ډي آر، کانال پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د آلمان له خاورې څخه د تایلند اداره کولو، د آلمان د بهرنیو چارو وزات هم په دغه موضوع کې ښکیل کړی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د دې هیواد پارلمان ته وویل چې «ګومان نه کوي» چې په آلمان کې مېلمانه له دې ځایه خپلې دولتي چارې ترسره کړي. ماس هاغه مهال ټینګار کړی وو چې د تایلند د پاچا سیاست نه باید د آلمان له خاورې ترسره شي او «هغه مېلمانه چې د آلمان له خاورې خپلو دولتي چارو ته رسیدګي کوي» پر وړاندې به یې مقابله وشي.

خو له دې سره سره د وي ډي آر، او زود دویچه څایتونګ، له لوري ترسره شوې څیړنې ښيې چې دا شک چې د تایلند د پاچا حکمراني د آلمان له خاورې ترسره کیږي، په قوي احتمال سم دی. دغو دوو رسنیو د خپلو څیړنو د ترسره کولو پر مهال د فعالیتونو څرک موندلی دی چې په دې جمله کې له آلمان څخه د تایلند د پاچا خپل هیواد ته پروازونه او له هاغه ځایه بیرته آلمان ته راتګ، په دولتي رسنیو او په بنکاک کې د شاهي ماڼۍ او همداشان د وزارتونو او آلماني چارواکو او رسنیو له لوري خپاره شوي رپوټونه شامل دي.

دغه دوې رسنۍ وایي چې ممکن د هغو نیټو ترمنځ چې پاچا یوه فرمان لاسلیک کړی وي او بیا چې په کومه نېټه فرمان په رسمي رسنیو کې خپور شوی وي، ښایي توپیر موجود وي. همداشان نه شی کیدای چې دا خبره معلومه کړی شي چې پاچا هره ورځ دقیقا چیرې وو.

په تایلند کې نهه ورځې اقامت مستند شوی

د دغو دوو رسنیو تحقیقات ښيې چې د روان میلادي کال له جنورۍ څخه د اکتوبر تر نیمایي پورې په تایلند کې د پاچا اقامت چې د شاهي ماڼۍ په رسمي انټرنټ پاڼه کې ثبت شوی یوازې نهه ورځې دی. خو د شاهي ماڼۍ او د تایلند د رسمي ورځپاڼې د رپوټونو له مخې هغه په دغه لس میاشتنې موده کې د هیواد د چارو د اداره کولو په برخه کې فعال وو.

څو بېلګې:

د مارچ میاشتې پر ۱۸مه نېټه د ګارمیش پارتنکیرشن ځایي ادارې د زوننبېشل، هوټل ته خبر ورکړ چې پاچا آن د کرونا وبا په مهال دغلته د پاتېدو اجازه لري. خو د رپوټونو له مخې هغه په همدغه ورځ د یوه سلطنتي حکم په ترڅ کې څو جنرالان ټاکلي دي. د مارچ میاشتې په پای کې د دغه سیمې د یوې ځایي ادارې د رپوټ له مخې ویل شوي دي چې پاچا هلته وو او د یونان جمهور رئیس ته یې د کار د پیلیدو له کبله مبارکي ویلې ده.

د جولای میاشتې په پای کې کله چې پاچا دستور ورکړ چې د ده تر کنترول لاندې ځانګړی ګارد د احتجاج کوونکو پر وړاندې ګام واخلي، د هغه الوتکې پرواز وکړ او له مونشن څخه زوریخ ته الوتې وه. د رسنیو د رپوټونو له مخې ویل کیږي د هغه څلورم زوی سوتیدا تیدجای او د تایلند اوسنۍ ملکه په سویس کې ژوندي کوي.

د هغه خبر له مخې چې سږکال په آلماني رسنیو کې خپور شو، د تایلند پاچا د کال زیاتره میاشتې د ګارمیش په یوه عصري هوټل کې تیرې کړي او یوه ویلا یا قصر هم لري. دا موضوع د ډیرو تایلندیانو د غوسې سبب شوې ده.

د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې په زرونو احتجاج کوونکو په بنکاک کې د آلمان سفارت ته مراجعه وکړه او د آلمان سفیر ته یې لیک وړاندې کړ چې په هغې کې غوښتنه شوې وه چې دا موضوع وڅیړل شي چې آیا د هغوی پاچا د آلمان له خاورې خپل هیواد اداره کوي که نه.

همداشان په تایلند کې دیموکراسي غوښتونکی غورځنګ د لومړي وزیر پرایوت چان-اوچا د استعفا او په دغه هیواد کې د سلطنت پر نقش باندې د علني بحث غوښتونکی دی. په تایلند کې پر سلطنتي کورنۍ انتقاد یوه تابو موضوع ګڼل کیږي او امکان لري چې وګړي پاچا یا یې کورنۍ ته د سپکاوي له کبله په اوږد بند محکوم شي.