1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د تاجکستان ولسمشر بزګران د روژې ځنډولو ته هڅولي دي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان د خپل هیواد بزګر د روژې ځنډولو ته هڅولي دي څو د کرونا وبا پر مهال دوی روغ رمټ پاتې شي او خپل کارونه پرمخ یوسي. د کرونا وبا په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم روژه اغیزمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3bHn0
Belarus Minsk 2017 | zur Wahl in Tadschikistan | Emomalij Rahmon, Präsident
انځور: Reuters/V. Fedosenko

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل میاشتې په ۲۳مه نیټه) د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان د خپل هیواد بزګر د روژې ځنډولو ته هڅولي دي څو په خبره یې د هیواد بزګران د کرونا د وبا پرمهال روغ رمټ او غښتلي پاتې شي او د کرنیزو حاصلاتو تولیداتو ته ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې په تاجکستان کې د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس هیڅ مثبته پیښه نه ده ثبت شوې. دغه هیواد د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي له پاره له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره خپلې پولې تړلي او د کوید ۱۹ ویروس د خپریدو له پاره یې په کور دننه هم یو لړ اقدامات عملي کړي دي.

مسلمانانو ته په خطاب کې چې د تاجکستان اکثریت نفوس تشکیلوي، ولسمشر رحمان وویل چې د عامو خلکو د روغتیا ساتنه او د خوراکي توکو امنیت د روژې د ځنډولو له پاره معقول دلیل دی. د تاجکستان ولسمشر وویل: «زه ټول هغه کسان چې په کروندو کې کار کوي هڅوم...د خپلې او خپلې کورنۍ د روغتیا له پاره، د خپلې کورنۍ د خوندیتوب په ډاډمنولو سره، له دغه معافیت څخه ګټه پورته کړئ او تر یوه مناسب وخته پورې روژه وځنډوئ.»

د پخواني شوروي اتحاد غړي دغه هیواد چې ۹ میلیونه نفوس لري، د پیسو له نړیوال صندوق او نورو سازمانونو څخه د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې څو پر خپل اقتصاد باندې د نړیوال اقتصادي رکود اغیز کم کړي.

تاجکستان د غنمو په ګډون یو شمیر کلیدي تولیدات له نورو هیوادونو څخه واردوي او لا له وړاندې نه یې د یو شمیرو توکو پر صادراتو باندې محدودیتونه وضع کړي دي.

کرونا وبا د نورو مذهبونو د مذهبي مراسمو ترڅنګ د مسلمانانو روژه او ښايي اختر هم تر خپل اغیز لاندې راولي. د سعودي عربستان چارواکو په دې ترڅ کې خبر ورکړی چې د روژې په میاشت کې تراویح او د اختر لمونځ به په جوماتونه کې نه کیږي.

له ټولې نړۍ څخه هر کال په سلونو زره کسان په ځانګړې ډول د روژې په میاشتې کې د عبادت له پاره په مکه کې خانه کعبه او په مدینه کې مسجد نبوي ته ځي. دغه ځایونه لا ترمخه د عامو مسلمانانو د عبادت ترسره کولو پر وړاندې تړل شوي دي.