1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاجکستان جمهوررییس پر پوتین باندي انتقاد کړی دی

۱۴۰۱ مهر ۲۳, شنبه

د روسیې سره د مرکزي آسیا د پخواني شوروي اتحاد د پنځو جمهوریتونو د سرمشریزي پرمهال د کریملین مشر، ولاد یمیر پوتین مجبوره ؤ انتقاد ته غوږ ونیسي.

https://p.dw.com/p/4IEWh
Usbekistan | Tadschikistans Präsident Emomali Rahmon
انځور: Alexei Danichev/SNA/IMAGO

د قزاقستان په پایتخت، استانه کي د تاجکستان جمهوررییس امام علي رحمانوف وویل، چي روسیه اجازه نلري لکه د شوروي په زمانه کي د کوچنیو هیوادونو علاقه مندي په پام کي ونه نیسي. هغه اضافه کړه، اوس هم د پخواني وختونو په شان کوچنیو جمهوریتونو ته توجه نه کيږي. دا هم پداسي حال کي ده، چي د مرکزي اسیا هیوادونه هم د اقتصادي او هم نظامي لحاظه روسیې ته محتاجه دي.
ناظرین دغه انتقاد د اوکراین د جنګ په دلیل د پوتین او روسیې د قدرت د ضعیفه کیدو یوه علامه بولي.