1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بېکارۍ او محدودیتونو پرضد د کفن پوښو لاريون

۱۴۰۰ مهر ۱۴, چهارشنبه

د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استادانو او د هغوی د کورنیو غړو د طالبانو له خوا پر ښځو د وضع سوو محدودیتونو، خراب اقتصادي حالت او بیکارۍ پر ضد کفنونه واغوستل او په کابل کي يې مظاهرې وکړې.

https://p.dw.com/p/41LDM
Afghanistan Demonstration gegen Armut und die Einschränkung der Rechte von Frauen in Kabul
انځور: Privat

..................

په دغو مظاهرو کي داسي کوچنیان هم لیدل کیدل چي د »زه وږی یم، ځکه چي پلار می بېکاره دی« شعار لېږداوه. په دغو مظاهرو کي ښځو او کوچنیو نجونو هم گډون کړی وو. یوې نجلۍ په داسي حال کي چي کفن یې اغوستی وو د »طالبانو په کوم جرم د تحصیل حق راڅخه اخیستی« شعار له ځانه سره لېږداوه.

 یوه مظاهره کوونکي دویچه ویلي ته وویل چي د طالبان استخباراتو په گواښ او تهدید سره د کابل په قلعه فتح الله سیمه کي دغه مظاهرې وپاشلې.

په کابل کي د طالبانو د حضور په لومړیو ورځو کي څو واره ښځي سړکونو ته راووتلې او د هغوی له خوا یې د ښځو د کار، تحصیل او زده کړو په اړه د محدودیتونو پرضد مظاهرې وکړې، خو ډيري مظاهرې سرکوبه سوې او طالبانو بلاخره پرته له همږۍ څخه ټولي مظاهرې منع اعلان کړې.

د پوهنتون استاد او د دغو مظاهرو گډون کوونکی صابر انسان دوست د چهار شنبې په ورځ دویچه ویلي ته وویل: «د آزادۍ د تحقق، برابرۍ، د محدودیتونو له منځه وړلو او له تحصیل او کار کولو څخه د ښځو د محرومیت د له منځه وړلو. د همدغه هدف له پاره موږ سړکونو ته راوتلي یو.»

Afghanistan Demonstration gegen Armut und die Einschränkung der Rechte von Frauen in Kabul
په کابل کې مظاهره کونکيانځور: Privat

مظاهره کوونکو داسي تابلوگاني له ځانه سره انتقالولې چي ورباندي لیکل سوي ول: ولی باید چپه خوله پاته سو، هغوی شعار ورکاوه چي موږ بېکاره او وږي یوو، له هغوی سره تبعیض کیږي. ښځي له کار او تحصیل څخه محرومي سوي دي او نړۍ په داسي یوه وضعیت کي فقط ننداره کوي.

ښاغلي انسان دوست وویل چي په پام کي وه چي د پوهنتون ډېر استادان په دغو مظاهرو کي گډون وکړي، خو د طالبانو د سرکوب کولو له بیري یوازي شاوخوا ۲۰ کسانو پکي حضور درلود. هغه وویل، له مظاهره کوونکو سره د طالبانو د تشدد په نظر کي نیولو سره ټولو گډون کوونکو کفن واغوست تر څو وښيي چي حتی له خپل ځان څخه هم تیر دي.د هغوی په خبره:

 »موږ د دې خبري په منلو سره چي په آخره کي به وژل کیږو او یا هم بندیان کیږو، کار دې ځای ته ورسید چی د  کفن په اغوستلو سره راووزو«

صابر وویل: «موږ نن راوتلي یوو تر څو د ۳۲ میلیونو انسانانو ږغ پورته کړو چي په حق کي یې ظلم سوی دی، د تاریخ څنډي ته کښل سوي او له سقوط سره مخامخ دي.بیکاري او سخت اقتصادي بحران خلک په تنگ کړي دي.»

Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
طالبان او مظاهره کونکې ښځې - د آرشیف انځورانځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

 د نوموړي په خبره له اقتصادي پوله د پوهنتون استادان په دېر خراب حالت کي دي، دا ځکه چي د خصوصي پوهنتونونو ډېرو محصلینو خپل تحصیل پری ایښی او د تحصیلي لگښت د ورکولو توان نه لري.

له هغه وخت راهیسي چي طالبان بیا په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، د ادارو او ملکي خدماتو کارکوونکو خپل معاشونه نه دي اخیستي. سربیره پردې بېکاري خپل اوج ته رسیدلې، د افغانۍ ارزښت ډېر کښته سوی او د لومړنیو خوراکي توکو بیه لوړه سوې ده.

له بلي خوا بسپنه ورکوونکو هیوادونو هم له افغانستان سره خپله مالي مرسته په ټپه درولې ده. مرستندویه سازمانونه خبرداری ورکوي چي که د حل کومه لار پیدا نسي، نو په میلیونونه افغانان به د لوږي له گواښ سره مخامخ سي.