«د بې پيلوټه الوتکو جګړه له آلمان څخه پر مخ ځي»
۱۳۹۴ فروردین ۲۹, شنبهرمشټاين د امريکا څخه دباندي د امريکايي پوځ تر ټولو لويه اډه ده چي پکښي تقريبا ۳۵۰۰۰ نظامي او ۶۰۰۰ ملکي کسان کار کوي. د رسنيو د راپورونو له مخي دغه هوايي اډه د بې پيلوټه الوتکو د جګړې له پاره د مرکزي قومندانۍ او انسجام حيثيت لري.
دا خبره تر مخه لا روښانه وه چي په آلمان کي د امريکا د متحده ايالاتو پوځي هوايي اډه رامشټاين د بې پيلوټه الوتکو په جګړه کي ونډه لري. خو د آلمانۍ مجلې «ډېر شپيګل» د يو تازه خپور سوي راپور له مخي دغه هوايي اډه په اصل کي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو مرکزي قومنداني او د تنظيم مرکز دی.
د يادي آلمانۍ مجلې د راپور له مخي امريکايي پوځ د افغانستان او صوماليا تر څنګ د نړۍ په بيلو برخو کي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د رامشټاين څخه عملي کوي. «ډېر شپيګل» مجلې د خپلو دغه معلوماتو منبع هغه د متحده ايالاتو هغه اسناد بللي دي چي د «انټرسېپټ» په نوم انټرنټي شبکې څخه يې ترلاسه کړي دي.
«بې له آلمان څخه به بې پيلوټه جګړه نه وای»
په دغه راپور کي راغلي دي چي د لومړي ځل له پاره داسي محرم اسناد موندل سوي دي چي په تفصيلي توګه سره د «ترهګرۍ پر ضد» د واشنګټن جګړه انځوروي. زياته سوې چي د اسنادو څخه څرګنديږي چي دغه جګړه تر يوې اندازې د نړۍ وال قوانينو خلاف بڼه لري. په راپور کي د امريکا د يوه داسي نظامي کس نقل قول راوستل سوی، چي وايي د بې پيلوټه الوتکو د مخفي پروګرام سره اشنا دی. هغه ويلي:« د رامشټاين څخه بې پيلوټه الوتکو ته هغه سيګنال ورکول کيږي چي د هغوی رهنمايي کوي.»
يو کال ترمخه داسي راپورونه خپاره سوي ول چي رامشټاين هوايي اډه د بې پيلوټه الوتکو په لانجمنو بريدونو کي مهم رول لوبوي. هغه وخت د بې پيلوټه الوتکي رهنمايي کوونکي برېنډن بريانټ و آلماني رسنيو NDR، WDR، او زيوډ ډويچه څايټونګ ته ويلي ول چي بېله د آلمان څخه به د بې پيلوټه الوتکو بريدونه له سره ممکنه نه وای.
د «ډېر شپيګل» د نوي راپور له مخي د آلمان حکومت د رمشټاين څخه د بې پيلوټه الوتکو د جګړې په باب له پخوا لا تر هغه زيات او مفصل معلومات لرل، لکه چي ادعا يې کوي. په دې توګه سره د آلمان حکومت هم د خپل لانجمن حقوقي دريځ په تړاو له پخوا لا خبر ؤ.
په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر باراک اوباما په دوره کي د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کي يوه مهمه وسله ګرځولې ده، د بشر د حقونو سازمانونه وايي چي بېله محکمې څخه د انسانانو قتل د بشر د حقونو او نړۍ والو قوانينو څخه سرغړاوی دی.