1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د بګرام په برید کې یو تن وژل شوی او تر ۶۰ ډیر ټپیان شوي

۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبه

د چهارشنبې په ورځ په بګرام کې د امریکایي ځواکونو پر قرارګاه د برید په پایله کې یو تن وژل شوی او تر ۶۰ ډير نور ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې د دې برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

https://p.dw.com/p/3UZrX
Afghanistan Anschlag US-Militärstützpunkt Bagram
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ناټو او افغان سیمه ایزو چارواکو په حواله یوه ځانمرګي بریدګر د دغه پوځي بیس په سویلي دروازه کې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړی دی. بګرام په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو مهمه پوځي اډه ده. تر اوسه پورې د دې برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. 

د وروستیو معلوماتو له مخې په دې برید کې یو تن وژل شوی او د ټپیانو شمیر تر ۶۰ لوړ ښودل شوی دی.

د پروان د سیمه ایز حکومت د ویاند په حواله د پيښې ټول قربانیان افغانان دي. نوموړی له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «د بریدګرو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ نږدې ۳۰ دقیقې د ډزو تبادله هم شوې. برید کونکو په ظاهره کې غوښتل دغه پوځې مرکز ته ننوځي.»

له کابل څخه نږدې ۵۰ کیلومتره شمال لور ته د بګرام هوایي اډه د امریکا تر ټولو لوې نظامي مرکز دی. د بګرام والي عبدالشکور قدوسي هم ویلي دي چې د بریدګرو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ ډزې تبادله شوي دي. نړیوالو ځواکونو ټوله سیمه محاصره کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو ماموریت مسئولینو د یوې اعلامیي په خپرولو سره ویلي دي: «برید ناکامه کړای شوی دی او د امریکا او متحدینو ځواکونو ته یي هیڅ ډول ځانې زیان نه دی رسیدلی. خو د سیمه ایزو خلکو له پاره جوړ شوي روغتون ته ډیر زیان اوښتی دی.»

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې پر سيمه د وریځو په شان د دود لړه خپره ده. دا برید په داسې یو وخت کې کیږي چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په ټپه دریلي د سولې خبرې اترې دوباره پیل شوي دي. تر اوسه پورې کوم چا او یا هم کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.

آژنسونه/ش.ن/ب.ص