1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بين الافغاني خبرو اترو پېل لا ناڅرګند دی

۱۳۹۹ مرداد ۲۷, دوشنبه

په داسي حال کي چي د ۴۰۰ طالب زندانيانو د آزادۍ په پروسه کي ځنډ رامنځ ته سوی، د بين الافغاني خبرو اترو د پېلېدو برخليک هم ناڅرګند دی.

https://p.dw.com/p/3h5JG
Afghanistan Ratsversammlung Loja Dschirga in Kabul
مشورتي لويي جرګې د ۴۰۰ طالب جنګياليو د خوشي کولو پرېکړه کړې وهانځور: Reuters/O. Sobhani

افغان حکومت او طالبان د سونو طالب زندانيانو د آزادۍ په پروسه کي د ځنډ له کبله له خنډ سره مخامخ سوي دي. د طالب زندانيانو د خوشي کېدنې پروسه هغه وخت له ځنډ سره مخامخ سوه چي يو شمېر بهرنيو حکومتونو ورسره مخالفت وکړ.

د حکومت او طالبانو تر منځ خبري اتري په اصل کي بايد د مشورتي لويي جرګې څخه څو ورځي وروسته پېل سوي وای. يادي جرګې د اګست مياشتي پر ۹مه نېټه د ۴۰۰ طالب جنګياليو د خوشي کولو پرېکړه کړې وه. په دغو کي يو شمېر داسي بنديان هم شامل دي چي په خونړيو بريدونو کي په لاس لرلو تورن دي.

په داسي حال کي چي افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ ۸۰ طالب جنګيالي خوشي کړل، له هغه راهيسي نور بنديان نه دي خوشي سوي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا يوه چارواکي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اګست ۱۷مه نېټه) د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «نن هم داسي کوم پلان نه سته چي له مخي يې بنديان خوشي سي.»

د افغان حکومت له لوري د خبرو اترو د پلاوي غړي فاروق مجروح د فرانسې خبري آژانس ته وويل چي د طالب جنګياليو د خوشي کېدني په پروسه کي د ځنډ لامل د بنديانو «په ليست کي د ځينو کسانو په تړاو د يو شمېر هيوادونو ملاحظات دي.»

د افغانستان د ملي امنيت شورا چارواکي زياته کړه چي يو شمېر «نړيوال ملګري» د بنديانو د خوشي کېدنې په تړاو تحفظات لري.

د ملي امنيت شورا غړي او په همدې شان مجروح د هغو هيوادونو نومونه څرګند نه کړل چي په وينا يې د طالب زندانيانو د خوشي کولو په اړه اندېښمن دي. خو پاريس او کانبېرا د ياغيانو د هغو بنديانو د خوشي کولو پر وړاندي احتجاج کړی چي ورباندي د فرانسوي او آستراليايي اتباعو او عسکرو د وژلو تور دی.

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د آژانس فرانسوې همکاره، بېتينا ګويسلار په ۲۰۰۳ کال د دوو طالب جنګياليو له خوا ووژل سوه. يوه پخواني افغان عسکر بيا په ۲۰۱۲م کال په کاپیسا ولايت کي ۵ فرانسوي عسکر ووژل او ۱۳ نور يې ژوبل کړل.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ ويلي ول چي «فرانسه په قاطعيت د هغو کسانو د خوشي کولو له پريکړي سره مخالفت کوي چي د فرانسوي اتباعو پر ضد او په زياته د عسکرو او بشري مرستندويانو پر ضد د جنايتونو  په تور محکوم سوي ول.»

د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چي له افغان چارواکو څخه يې هيله کړې چي د ترهګرو آزادېدو ته دي ادامه نه ورکوي.»

د آسټراليا سياستوال سکاټ موريسن تېره اونۍ ويلي ول چي دی د هغه افغان عسکر د خوشي کيدو پر ضد لابي کړې چي درې آسټراليايي همکاران يې وژلي ول.

ولسمشر اشرف غني پخپله هم خبرداری ورکړی وو چي دغه ۴۰۰ بنديان «د نړۍ له پاره ګواښ» دي.

طالبانو ويلي دي چي د ټولو ۴۰۰ بنديانو تر خوشي کېدو يوه اونۍ وروسته خبرو اترو ته چمتو دي. هغوی په عيني حال کي پر کابل تور لګولی دی چي د خبرو اترو د ځنډ لامل سوی دی.چ

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «دغه موضوع د ځنډ سره مخامخ سوې ده، ځکه چي هغه بل لوری له ژمنو سره سم پاته زندانيان نه خوشي کوي.»

فرانس پرېس/ا.و.ا./ن.ز.