د بلخ د پنبه دانې او نباتي غوړو دولتي شرکت بیرته فعاله سو
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبهد پنبه دانې او نباتي غوړو شرکت د بیرته فعاله کیدو سره د افغانستان د مالیې وزارت اعلان کړی دی، چي دغه شرکت چي تر تقریبأ درو لسیزو وروسته اوس بیرته فعاله سوی، هغه وخت یې په ۲۴ ساعتونو کي فقط ۷ ټنه غوړي تولیدول، خو اوس د هغه د تولید حجم د ورځي ۸ ټنه غوړو ته رسیدلی دی.
د دغه شرکت دپاره پروسږکال د ازبکستان څخه ماشین آلات رانیول سوي وه.
د مالیې وزارت وايي، چي که د دغه شرکت غوړو ته د بازار تقاضأ لوړه سي او کافي اومه مواد، یعني پنبه دانه هم په اختیار کي وي، نو د هغه د تولید حجم کیدلای سي د ورځي د ۱۰۰ حخه تر ۱۵۰ ټنو پوري لوړ سي.
دغه دولتي شرکت ډیرو افغانانانو ته په بلخ کي د کار زمینه هم برابروي.
د بلخ والي همداررنګه ویلي دي، چي د دغي فابریکې بیرته فعالیت به د زراعت د ودي سبب هم وګرزي.
د بلي خوا بیا د مالیې وزیر وعده ورکړې ده، چي ډیر ژر به د کندُز د سپین زر شرکت هم فعاله سي ، کوم چي به د ورځي د ۱۰ ټنه نباتي غوړو د تولید ظرفیت ولري. هغه همدارنګه وویل، چي د ګلبهار د نساجي فابریکه به هم د راتلونکي کال څخه د نيم مليون جوړو کالیو په تولید سره خپل کار شروع کړي.