1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بغلان د ملي امنيت ادارې مرستيال ووژل سو»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۲, یکشنبه

ناپيژاندو وسله والو د بغلان ولایت د ملي امنيت ادارې مرستيال وژلی دی. پر هغه باندي کابل ته پر لاره بريد شوی دی.

https://p.dw.com/p/3IMqg
Karte Afghanistan Provinz Baghlan Deutsch
انځور: DW

اسوشېتد پرس خبري آژانس د بغلان ولايت مقام دفتر د يوه چارواکي په حواله ليکلي دي چې عبدالغفور محمود هغه وخت د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وويشتل شو چې کابل ته پر لاره وو. سرچينه وايي چې په دغې پيښه کې يو بل کس ټپي شوی هم دی.

دغه چارواکي وويل چې حمله کوونکي تر پيښې وروسته په تيښته بريالي شوي دي. هغه زياته کړه تر اوسه معلومه نه ده چې حمله کوونکی يو کس وو که ډير، خو په اړه يې تحقيقات پيل شوي دي.

د دغه يرغل مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلی پر غاړه نه دی اخيستی، خو د بغلان ولايت مقام دفتر د پيښې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.

طالبان د بغلان په ځينو برخو کې فعال دي. دغې ډلې تر دې مخکې هم په پر له پسې توګه په ياد ولايت کې حکومتي چارواکي او امنيتي ځواکونه په نخښه کړي دي.