1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري کوریدور له لارې لومړۍ ډله افغانان ایټالیا ته رسیدلي

۱۴۰۱ مرداد ۴, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ د شاوخوا ۳۰۰ افغانانو له ډلې څخه لومړۍ ډله یې د ایټالیا پلازمینې روم ته رسیدلي دي. د نړیوالو سازمانونو او د ایټالیا حکومت د بشري کوریدور له لارې دغه افغانان ایټالیا ته انتقالوي.

https://p.dw.com/p/4EfG7
In Pictures: The Kabul evacuation mission
انځور: U.S. Air Force/Getty Images

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د دې خبر په اعلانولو سره څرګنده کړې چې د «بشردوستانه کوریدور» موخه دا ده، چې مهاجرو او خطرونو، تعقیب او زورنی سره مخ افغانانو سره مرسته وشي او د دوی د باعزته او با امنه راتلونکي له پاره دا کار تر سره شی.

د تیر کال د اګست د میاشتې په نیمایی کې د امریکا وروستي سرتیري له افغانستان څخه ووتل او طالبانو بیرته واک ترلاسه کړ چې تر هغه وروسته په زرګونو افغانان بهر ته انتقال شول، خو د طالبانو د غچ اخیستني له خطر سره سره په دغه هیواد کې ډیر شمیر افغانان چې له بهرنیو ځواکونو او یا سازمانونو سره یې کار کړی دی، لا هم پاتې دي.

د معلوماتو له مخې د نهو افغان مهاجرو لومړۍ ډله له تهران څخه په الوتکه کې روم ته ورسیده. زیاته شوې چې د چهارشنبې په ورځ به له اسلام اباد څخه یوه بله  ۲۰۰ کسيزه ډله او همدا راز د پنجشنبې په ورځ له تهران څخه یوه بله ډله افغانان ایټالیا ته ورسیږي.

په عین وخت کې ایټالیا ته په ناقانونه توګه د تلونکو افغانانو شمیر هم مخ په لوړیدو دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایی چې سږ کال د سمندر له لارې ایټالیا ته د ۳۲۸۰ تنو په شاوخوا کې ناقانونه افغان کډوال ایټالیا ته رسیدلي دي.