1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو مدافعینو ته د خونديتوب ګډ کمېسيون جوړ شو

۱۳۹۹ آذر ۱۳, پنجشنبه

د افغانستان د جمهوري رياست دوم مرستيال د بشري حقونو د خونديتوب ګډ کمېسيون د جوړيدو خبر ورکړی دی. سرور دانش د بشري حقونو مدافعينو له پاره مصوئنیت د دولتونو او بشري حقونو د بنسټونو يو مهم مسئولیت ګڼلی دی.

https://p.dw.com/p/3mBgA
Afghanistan l Zweiter Vizepräsident Sarwar Danish
انځور: Rahmatullah Alizadah/Xinhua/picture-alliance

په هغه خبر کې چې د جمهوري رياست د دويم مرستيال سرور دانش له مطبوعاتي دفتر څخه خپور شوی دی، پکې ويل شوي دي چې د دغه کمېسيون د رامنځ ته کولو فرمان درې ورځې مخکې د جمهور رئیس اشرف غنې له خوا صادر شوی دی.

د دغې کميټې مشري د جمهور رئيس دويم معاون کوي. د دغه کمېسيون مهم غړي د داخله وزارت معينان، د ملي امنیت عمومي رياست، د لوي څارنوالۍ صلاحیت لرونکي استازي، ستره محکمه، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د ښځو چارو وزارت او د بشري حقونو د مدافعينو کميټه دي.

د بشري حقونو مدافعينو له پاره د حفاظت ستراتيژې په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د بنسټونو له خوا طرحه شوې ده.

څو ورځې مخکې د افغانستان د جمهور رئیس دويم مرستيال د بشري حقونو مدافعينو د ستراتيژې روښانه کولو پرمهال ويلي ول: «په وروستيو کلونو کي د بشري حقونو مدافعین له جدي ګواښونو سره مخامخ ول او حتي د بشري حقونو کمېسيون خپل يو شمير کدرونه او رسمي کارکوونکي په دغه لار کې له لاسه ورکړې دي.»

هغه ويلي دي چې د بشري حقونو مدافعينو د حفاظت او امنيت ساتني له پاره باید په دوو مرحلو کي پروګرامونه پلان او جوړ شي: «د مخنيوی او تدابیرو په مرحله کې لازمه ده چې د ګواښونو او تاوتریخوالي مخه ونیول شي او د بشري حقونو د مدافعينو پر ضد کوم عمل ترسره نه شي. دويم د تیري پر ترسره کوونکو کسانو د عدلي تعقيب او سزا ټاکلو په مرحله کې هم کوم تعرض ونه شي.

د افغانستان د جمهور رئیس دويم معاون د بشري حقونو کمېسيون او د نورو ملي او نړيوالو بشري حقونو بنسټونو څخه د دغي ستراتيژۍ د تطبیق په برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دانش په اوږده موده کې د بشري حقونو د حل لار او بنسټيز کولو په تړاو ويلي: «باید هر اړخيز کوښښونه وشي چې خلک په بشري حقونو پوه شي. د دغه ناسم برداشت پر وړاندې مبارزه وشي چې ګواکي بشري حقونه يو وارداتي او پردۍ پدیده ده، د بشري حقونو مدافعین د پردي فرهنګ پلویان او زموږ د دین او مذهب، د ملي ارزښتونو خلاف دي. د دغه ناسمې انګيرنې په هکله خلکو ته سم پوهاوی بايد ورکړل شي.«

دانش زیاته کړې: «د بشري حقونو ارزښتونه د اسلام له افکارو، د شريعت له اصولو سره هيڅ ډول تضاد نه لري. هیڅ کومه ډله او يا کوم کس حق نه لري چې خپل قرائت په اصلي دين کي ووايې او نور تکفير کړي.»

د جمهوري ریاست دویم معاون د بشري حقونو بنسټيز کول د اوږدي مودي کار وباله او ويې ويل چې دغه کار اوږدې مودې مبارزي ته اړتیا لري او ډيره قرباني به واخلي.

د بخښنې نړيوال سازمان د سويلي آسيا د برخې معاون عمر وريچ د بشري حقونو د مدافعینو نقش د بشري حقونو د ملاتړ او تطبيق په برخه کې ډير مهم ګڼلی. د دغه سازمان د سويلي اسیا برخي يوې غړي سميرا احمدي ویلي دي چې تر اوسه په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعينو ملاتړ او ساتني پام نه دی شوی او دا کار د دې سبب شوی چې د بشري حقونو ډلي او کارکوونکي مدام له ګواښ او ترور سره مخامخ شي.