1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

د بشري حقونو شورا د شین جیانګ په اړه بحثونه رد کړل

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا د چین په شین جیانګ ولایت کي د بشري حقوقو په باب بحث کول رد کړه. داسي چي د دغي شورأ ۱۹ غړو هیوادو په ژنیو کي پردې موضوع د بحث کولو یو غوښتنلیک رد ، ۱۷ تایید او ۱۱ بیا مستنکفي رايي ورکړې.

https://p.dw.com/p/4HuKS
Großbritannien London | Protest gegen Menschenrechtsverletzungen in China
انځور: Alexander Mak/NurPhoto/picture alliance

په داسي حال کي چي د چين حکومت د دغي فیصلې هرکلی کړی، غربي دولتونو او د بشري حقوقو سازمانونو سخته مایوسي ښکاره کړې ده.

دا په داسي حال کي ده چي د چین پر حکومت باندي له کلونو راهیسي تور لګول کیږي چي په شین جیانګ کي د ایغور او نورو مسلمان اقلیتونو حقوق تر پښو لاندي کوي او په سیستماتیک ډول سره یې شکنجه کوي. پیکینګ بیا دغه ادعاوي ردوي او هغه د «قرن یو ښکرور درواغ» بولي.