1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریکزیت له کبله ډیر شمیر بریتانویان آلماني پاسپورتونه اخلي

۱۳۹۷ خرداد ۲, چهارشنبه

بریتانویان مخکې له دې چې هیواد یې له اروپايي ټولنې څخه ووځي، آلماني تابعیت اخلي. په ۲۰۱۷م کال کې د ۲۰۱۵م کال په پرتله لس وارې ډیر بریتانویانو آلماني تابعیت اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/2yD5W
Britischer und deutscher Reisepass
انځور: imago/AFLO/blickwinkel

د آلمان د احصايې فدرالې ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې ډیر شمیر بریتانویانو آلماني پاسپورتونه ترلاسه کړي. د آلمان دغې فدرالي ادارې ویلي دي چې دغه موضوع له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا له وتلو سره روښانه رابطه لري.

یوازې په ۲۰۱۷ کال کې ۷۵۰۰ بریتانویانو ته آلماني تابعیت ورکړل شوی دی. دا د تیر کال په پرتله دوه برابره لوړه شمیره ده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې ۶۲۲ بریتانویانو آلماني تابعیت اخیستی وو. سربیره پر دې په ۲۰۱۷ کال کې ټول ټال ۱۱۲۲۰۰ بهرنیانو ته آلماني تابعیت ورکړل شوی دی. دا په ۲۰۱۳ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمیره ده.

په دې کال کې تر ټولو ډیر د ترکیې وګړو په آلمان کې تابعیت ترلاسه کړی دی چې شمیر یې ۱۴۹۸۴ تنو ته رسیږي. تر ترکیې وروسته بیا د بریتانیا ۷۵۰۰ کسانو د آلمان د تابعیت په ترلاسه کولو سره په دوهم مقام کې ده. په دریم مقام کې پولند له ۶۶۱۳، څلورم مقام کې ایټالیا له ۴۲۵۶ او پنځم مقام کې رومانیا له ۴۲۳۸ تنو سره راغلي دي.

د هغو بریتانویانو اوسط عمر چې تازه یې په آلمان کې تابعیت اخیستی دی ۵۳ دی. د نورو هیوادونو د وګړو اوسط عمر چې تازه آلماني شوي دي بیا ۳۴،۸ کاله دی.

زموږ له آرشیف څخه: