1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

د بریتانیا پاچا په سرطان ناروغۍ اخته شوی

۱۴۰۲ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

د دریم چارلیس سرطان د هغه د پروستات ناروغۍ د معایناتو او درملنې په جریان کې تشخیص شوی، خو ويل شوي چې د سرطان نوعیت ېې له دغې ناروغۍ سره تړاو نه لري. د ناروغۍ عمومي اعلان د «شایعاتو د خپرېدا» د مخنيوي په موخه شوی دی.

https://p.dw.com/p/4c5MI
د بریتانيا پاچا، دریم چارلیس
د بریتانيا پاچا، دریم چارلیسانځور: Victoria Jones/empics/picture alliance

د باکینهام ماڼۍ اعلان کړی دی چې د بريتانيا پاچا، دریم چارلز، په «یو ډول سرطان» اخته دی.

د سرطان د نوعیت په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي، یوازې دومره ويل شوي دي چې تشخیص یې د دريم چارلز د پروستات د درملنې په جریان کې شوی دی.

د بریتانيا پاچا په وروستيو کې د پروستات د غټېدو په دليل، تر درملنې لاندې وو، خو د هغه سرطان، ظاهراً له دغې ناروغۍ سره تړاو نه لري.

د بریتانيا د پاچا د سرطان عمومي اعلان د هغه د خپل تصمیم پر اساس شوی، تر څو د «شایعاتو د خپرېدو» مخنيوی شوی وي او ترڅنګ «د سرطان ناروغۍ د درملنې په هکله په لا آرامه تفاهم او خبرو اترو» کې ېې مرسته کړي وي.

د بریتانيا د پاچا، دریم چارلیس او ليډي دیانا د واده مراسمو انځور  - د ۱۹۸۱ کال د جولای ۲۹مه
د بریتانيا د پاچا، دریم چارلیس او ليډي دیانا د واده مراسمو انځور - د ۱۹۸۱ کال د جولای ۲۹مهانځور: AFP

دریم چارلیز د خپل پروستات عمومي اعلان هم په دې انګیزه وکړ، تر څو «لا ډېر نارينه په خپل وخت سره د پروستات معاینې ته» هڅول شوي وي.

دریم چارلیس ۷۵ کاله عمر لري. هغه د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې پر ۶ رسماً د بريتانيا پاچا شو او د پاچايۍ تاج ېې پر سر کېښودل شو. دریم چارلیس د ۱۹۴۸م کال د نومبر میاشتې پر ۱۴مه وزېږېد. هغه د ملکې الیزابت او پاچا فلیپ لومړنی ماشوم وو.

هغه ويلي دي چې د «سرطان منظمې درملنې» ېې د دوشنبې له ورځې پیلوي.

زیاته شوې ده چې د سرطان اړوند د معالجو په جریان کې به د چارلیس مشر زوی ویلیام، د هغه دندې پر غاړه واخلي.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل