جرمونه
د بریتانيا پولیسو په یوه لارۍ کې ۳۹ جسدونه موندلي
۱۳۹۸ آبان ۱, چهارشنبهاعلان
د بريتانيا پوليسو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر۲۳مه) د دې هیواد په جنوب ختیځ ایسیکس ښار کې پر یوې لارې باندې بار په یوه کانتینر کې د ۳۹ کسانو جسدونه موندلي دي. پولیسو ویلي چې د موټر چلوونکی یې نیولی دی.
د پولیسو په حواله د لارۍ ۲۵ کلن موټر چلوونکی چې احتمالاً د شمالي آیرلنډ اوسیدونکی دی د قتل په تور نیول شوی دی. دغه جسدونه د لندن ښار ختیځ لوري ته په یوه صنعتي پارک کې د یوه لارۍ ډوله موټر په کانتینر کې موندل شوي دي.
د معلوماتو له مخې موټر د تیرې شنبې په ورځ له بلغاریا څخه د بریتانیا ویلز ښار ته داخل شوی دی. پولیسو د پیښې اړوند پلټڼې پیل کړي دي، څو د ۳۸ تنو بالغو کسانو او یوه تنکي ځوان هویت معلوم شي. د موټر سیمه اوس کلابنده شوې او دغه سیمه د تګ را تګ له پاره هم بنده شوې ده.