1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په افغانستان کې یو برتانوی وګړی نیولی دی

۱۴۰۰ دی ۴, شنبه

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې يو بريتانوی چې په افغانستان کې يې کار کاوه، د طالبانو له خوا نیول شوی دی. د فرانسې خبري آژانس وايي چې ياد وزارت ورته ويلي دي چې نیول شوی بريتانوی امنيتي مشاور دی.

https://p.dw.com/p/44oxA
Afghanistan | Taliban in Kabul
د تیر دوبي موسم، طالبان په کابل ښار کې - د آرشیف انځورانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د مئیرور په نوم ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ ناوخته رپوټ ورکړ چې ۵۰ کلن ګرنټ بایلي چې د یوې اينجو يا غيردولتي ټولنې له پاره يې د امنیتي مشاور په توګه کار کاوه، په کابل کې د طالبانو د یوه امنيتي عملیات پر مهال نیول شوی دی.

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي: «موږ په افغانستان کې د یوه برتانوي تبعه د نيولو څخه خبر يو او د ملاتړ له پاره يې له کورنۍ سره په تماس کې يو.»

د فرانسې خبري آژانس ليکي چې دوی په دې اړه له طالب چارواکو سره په اړيکه کې شول، خو هغوی ورته سملاسي څه نه دي ويلي. 

مئیرور ورځپاڼه د يوې امنيتي منبعې له قوله ليکي چې طالبانو بايلي د وسلې په زور نیولی او له هغه څخه يې په وروستي ځل د شنبې په ورځ يو څه اوريدلي وو. د بایلي په اړه انديښنه ښودل شوې چې هغه به په کابل کې بندي شوی وي.

امنيتي منبعې زیاته کړې ده چې بايلي په افغانستان کې ډير کلونه تیر کړي او هغه په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د غربي ځواکونو او ديپلوماتونو تر وتلو څو اوونۍ وروسته بیرته افغانستان ته خپل کار ته وګرځيد.

برتانوي ځواکونه د اګست مياشتې په وروستيو کې د طالبانو د هغه ضرب الاجل پر اساس چې باید ټول بهرني ځواکونه د اګست مياشتې تر پايه افغانستان پریږدي، له افغانستانه ووتل.

د فرانسې خبري آژانس ليکي چي بايلي د خپلو ډیرو تجربو پر اساس، په افریقا، منځنۍ اسيا او منځني ختيځ کې هم د یو ریسک منيجر يا خطر ارزونکي مدير په توګه دندې ترسره کړي چې په هغو کې په سومالیا کې د بریتانيا د سفیر له پاره کار کول هم شامل دي.