1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د برازیل ولسمشر چي کرونا یې ټوکه بلله،اوس پخپله په اخته سوی

۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبه

د برازیل د ولسمشر په بدن کي د کرونا علایم ښودل سوي او نتيجه مثبته راوتلې ده. دا په داسي حال کي چي هغه به تل کرونا جدي نه بلله.

https://p.dw.com/p/3ewVu
Brasilien Jair Bolsonaro Präsident
انځور: picture-alliance/dpa/A. Borges

د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو به تل ویل چي کرونا ویروس یوازي یو کوچنی ګریپ دی، هر څوک یو وخت مړ کیږي، سړی باید د کرونا په وړاندي د یوه نارینه په توګه برخورد وکړي.

هغه په تیرو میاشتو کي په داسي حال کي نوموړي دلایل وړاندي کول چي د لاتین امریکا په دغه هیواد کي مخ پر زیاتیدونکي ډول دغه ویروس خپل اوج ته رسید. په دې ترڅ کي په برازیل کي څه د پاسه یو اشاریه ۶ میلیونه کسان د کرونا په ویروس اخته او تر ۶۵ زره زیات ترې مړه سوي دي.

اوس دغه هیواد تر امریکا متحده ايالاتو وروسته دوهم هغه هيواد دی چي دغي پاندیمي سخت ځپلی دی.

اوس نو باید بولسو نارو په خپله په اصطلاح لکه یو نارینه د کرونا ویروس پر وړاندي ودریږي. د هغه په خبره د کرونا له احتمالي علایمو څخه زوریږي، تر ۳۸ درجې لوړه تبه لري، له همدې کبله یې تِست وکړ چي مثبته نتیجه یې د برازیل اولس ته اعلان کړه.

د رسنیو په حواله یې لومړی تست مثبت وو

د دغه هيواد د « بند » په نامه رسنۍ ویلي دي چي پس له دې چي د ولسمشر په بدن کي د اخته کیدو علایم راښکاره سول نو دا په تیرو څو ورځو کي د هغه دوهم تيست دی.

دا اول وار نه دی چي بولسونارو چي تل به یې د کرونا ویروس جدي نه گاڼه، دغه ډول تيست کوي، بلکي هغه د مارچ مياشتي په سر کي هم کله چي له ترمپ سره تر ملاقات وروسته خپل هيواد ته ستون سو دغه شان يو تيست يې وکړ.

په داسي حال کي چي هغه وخت د بولسونارو په ډیرو هغو همکارنو کي چي د هغه ملتیا یې کوله د کرونا ویروس مثبت ثابت سو، تر اوسه پوري د نوموړي ولسمشر د کرونا د تيست نتيجه منفي وه.

خو له می میاشتي راهیسي هر څه معلوم سول. دا ځکه چي بولسونارو د عالي محکمې له خوا مجبور سو چي خپل د تيست نتایج علني کړي. پر هغه باندي سخته بې اعتمادي موجوده ده.

د کرونا پر وخت لاس ورکول او د غیږي روغبړ

د برازیل ولسمشر د کرونا د بحران پر وخت ځیني داسي کارونه وکړل چي د ځان په هکله یې د خلکو اعتماد او باور ته تاوان ورساوه. دغه ۶۵ کلن ولسمشر د کرونا له امله وضع سوو محدودیتونو باندي په وار وار سره انتقادونه کول. څو ورځي مخکی لا په کانګرس کي هغه داسي یو قانون ویټو کړ چي له مخي یې په عام محضر کي باید د ماسکونو اغوستلو ته ادامه ورکړل سوې وای.

بولسونارو په خپله په پلازمینه برازیلیا کي د ماسک اغوستلو او ټولنیز واټن ساتلو په هکله مکلفیت څخه سرغړونه کوله. کله به چي د برازیل په مانوس، ساو پاولو او ریو دي ژنیرو ښارونو کي د کرونا له امله مړه سوي کسان په ډله ایز ډول ښخیدل، نو هغه به یې له خپلوانو سره پرته له دې چي کوم ماسک وتړي، د لاس یا غیږي په ورکولو سره همدردي ښکاره کوله.

نه یوازي منتقیدنو هغه ته په ښه سترګه نه کتل، بلکي د دغه هیواد یوې محکمې هم د جون مياشتي په پای کي په عام محضر کي د ماسک د نه اغوستلو له امله پر هغه باندي نقدي جریمه وضع کړه. خو وروسته به بيا هم بولسونارو پرته له ماسکه راڅرگنيدی.

د تیري شنبې په ورځ لا په ټولنیزو رسنیو کي د هغه داسي یو عکس خپور سو چي پکښي پرته له ماسک څخه د ډیرو نورو وزیرانو او د امریکا متحده ایالاتو له سفیر سره یې د امریکا د خپلواکۍ په مناسبت جشن کي ګډون کړی وو.