1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برات شپه، روژه ، حج او کرونا؛ اسلام څه وايي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۱, پنجشنبه

سږ کال د برات شپه یا د شعبان ۱۵مه داسې مهال پیښیږي چې د افغانستان او اسلامي هیوادونو په ګډون د نړۍ هیوادونه د کرونا له وبا سره لاس او ګریوان دي. خو پوښتنه دا ده چې مسلمانان د وبا پرمهال دینې لارښونې څنګه عملي کړي.

https://p.dw.com/p/3ahNN
Islam Gebetskette
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/B. Arbab

په داسې حال کې چې نړۍ همدا اوس د کرونا ویروس له وبا سره لاس او ګریوان ده او د نړۍ ډير هیوادونو د دې وبا د لا ډیر خپریدو د مخنیوي له پاره جدي تدابیر عملي کړي دي، خو بیا هم د افغانستان په ګډون یو شمیر هیوادونو کې خلک طبي لارښونې نه عملي کوي.

د جنوبي آسیا په ګڼ شمیر هیوادونو کې د کرونا د وبا سره هم مهاله، خلک بیا هم د مذهبي را ټولیدنې مخنیوی نه مراعتوي چې دغه کار هم په ټولنو کې د یادې وبا د خپریدو سبب ګرځي.

د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د کرونا وبا د خپریدو د مخنيوي له پاره، د مذهبي راټولیدو په شمول هر راز را ټولیدنې منع کړي دي او ګڼ شمیر ښارونه یې تړلي دي. سږ کال د شعبان میاشتې ۱۵مه یا د برات شپه او همدا راز د روژې مبارکه میاشت داسې مهال را روانې دي چې نړۍ د کرونا ویروس له کبله تغیر کړی دی.

د نړۍ ګڼ شمیر مسلمان میشته هیوادونو د دغې وبا د لا ډیر خپریدو په موخه له خپلو خلکو غوښتي چې لمونځ په کورونو کې وکړي او په دې هکله فتواوې هم صادرې شوي دي.

څه موده وړاندې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت داسې یوه فتوا صادره کړې چې له مخې یې په هغو سيمو کې چې کرونا پکې خپره شوې له خلکو غوښتنه شوې چې د لمانځه له پاره مسجد ته د تللو پر ځای په کورونو کې لمونځونه وکړي. یاد وزارت وزارت همدا راز د فاتحې پر مراسمو هم بندیز لګولی دی.

په دې فتوا کې له خلکو غوښتنه شوې چې د کرونا ويروس د مخنيوي او د خپل ځان او نورو د ساتلو په موخه دې، په هغو ځایونو کې چې په کرونا د ککړيدو خطر پکې موجود دی په مسجد کې د جَمعې او همدا راز د جُمعې لمونځونو له ادا کولو څخه ډډه وکړي.

بل لوري ته سعودي عربستان هم چې د کرونا ویروس له کبله ځپل شوی دی، د سږ کال د حج د مراسمو پر ځنډولو باندې فکر کوي. دغه هیواد تر دې وړاندې، د عمرې د حج مراسم هم د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه لغوه کړي دي.

Saudi-Arabien Mekka | Coronavirus | Große Moschee, leer
انځور: Getty Images/AFP/A. Ghani Bashir

د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش هیوادونو په شمول ګڼ شمیر نور د جنوبي آسیا هیوادونو هم له خپلو خلکو غوښتي چې په دې وضعیت کې باید له مذهبي راټولیدونو مخنیوی وشي.

وبا او اسلامي لارښونې

په کابل کې د سلام پوهنتون مشر مصباح الله عبدالباقي، دویچه ویله ته وویل چې اسلام د وبا د خپریدو د مخنیوي سپارښتنه کوي او په دې هکله یې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) هغه حدیث ته اشاره وکړه چې د وبا د مخنیوي په هکله یې وبا ځپلې سیمې ته نه داخلیدو او له یادو سیمو څخه د نه وتلو سپارښتنه کړې وه.

د شعبان میاشتې د ۱۵مې شپې په هکله د سلام پوهنتون مشر مصباح الله عبدالباقي، وويل چې د برات شپه په افغانستان کې تر ډیره پورې د یوې کلتوري پدیدې په توګه لمانځل کیږي. نوموړي دویچه ویله ته وویل چې د رژوې یا نورو مبارکو ورځو په پرتله په اسلامي نصوصو کې د برات د شپې په هکله صحیح احادیث موجود نه دي.

عبدلباقي د ابن ماجه د یوه حدیث په استناد دویچه ویله ته وویل چې «الله (ج) د شعبان د ۱۵مې په شپه باندې ځمکې ته رانیږدې کیږي او خپلو بندګانو ته د ګناهو مغفرت کوي خو یوازې مشرکانو او هغه کسان چې په زړه کې کینه ساتي، د هغوی ګناهي نه بخښي.»

مصباح الله عبدالباقي، همدا راز زیاته کړه چې د برات شپه د خدای (ج) د نورو شپو په څیر یوه شپه ده او هغه کسان چې عادتاً تهجد او نور عبادتونه کوي، هغه خپل ارزښت لري. د نوموړي په خبره په افغانستان کې دغه شپه په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي؛ خلک د ښو خوراکونو، وچې او تازه میوې په چمتو کولو سره د دې ورځې لمانځنه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه راز دودونه له اسلام سره څه تړاو نه لري او یوازې دودیز اړخ لري. په افغانستان کې د دې ورځې د لمانځنې په هکله مصباع عبدالباقي همدا راز وویل چې په افغانستان کې د برات شپه تر ډیره پورې د شعیه مذهبو له لوري لمانځل کیږي. د نوموړي په خبره اهل تشیع ادعا کوي چې د دوی غایب امام په همدې شپه پیدا شوی دی او دوی د همدې موضوع له کبله د دې شپې ځانګړې لمانځنه کوي.

عبدالباقي په خپلو خبرو کې وویل چې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د اهل تشیع له لوري ترسره کیدونکي مراسم تر ډیره پورې د دغه امام د پیدایښت د ورځې د لمانځنې په پار ترسره کیږي.

په افغانستان او ټوله نړۍ کې سږ کال د روژې، حج په ګډون دغه راز مذهبي ورځې داسې مهال راځي چې ټوله نړۍ د کرونا ویروس له وبا سره لاس او ګریوان ده او داسې اندیښنې موجودي دې چې په دغه راز مذهبي راټولیدونو کې به د کرونا وبا لا پسې ډیره خپره شي.

د مصباح په خبره په دې برخه کې د ټولو دیني علماوو نظر دا دی چې له مرض څخه د انسانانو د ژغورنې له پاره راټوليدني ښه کار نه دی. نوموړي دویچه ویله ته د رسول الله (ص) د یوه حدیث په استناد وویل چې د اسلام پیغمبر خپلو پیروانو ته سپارښتنه کړې چې د وبا په صورت کې باید خلک وبا ځپلې سیمې ته داخل نه شي او له داسې سیمو څخه نورو سیمو ته سفر ونه کړي.

په فرانسه کې یو جومات د ادیانو ترمنځ د سولې په سمبول بدل شوی

د سلام پوهنتون د مشر په خبره په دغه حدیث کې د اسلام پیغمبر له خپلو پیروانو د صبر غوښتنه کړې او دا چې په دې راز وبا کې مرګ د شهادت مقام لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا په صادره شوې فتوا کې هم یادې موضوع ته اشاره شوې او پکې راغلي چې د کرونا ويروس خپريدو ته په پاملرنې سره د روغتيا وزارت صحي لارښوونې واجبې ګڼل کيږي او بايد خلک یې مراعت کړی.

همدا راز له ديني عالمانو او مسجدونو له ملا امامانو څخه غوښتنه شوې چې د کرونا د مخنيوي د لارو چارو او د دې مرض په خطرونو خلک خبر کړي.