1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان او تخار ولايتونو اوسيدونکي: ټاکنو کې پراخ ګډون کوو

۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبه

په بدخشان او تخار ولايتونو کې په سلونو زره کسانو د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې د ګډون له پاره خپل نومونه ثبت کړي دي. چارواکي د دغو ولايتونو ځينې سيمې ناامنه بولې، خو ډاډ ورکوي چې د انتخاباتو امنيت به تامينوي.

https://p.dw.com/p/36MXH
Wählerregistrierungszentrum in Afghanistan
انځور: picture-alliance/Xinhua/R. Alizadah

د تخار د مرکز، تالقانو ښار اوسيدونکی نور آغا وايي چې انتخابات د ديموکراسۍ نخښه ده، نو له همدې امله په ډيره علاقمندۍ سره غواړي چې په راروانو انتخاباتو کې ګډون وکړي. دی وايي د ولسي جرګې په ټاکنو کې به هرومرو ګډون کوي او د خوښي کانديد ته به ېې رایه ورکوي:

«زه هیله مند یم چې دا يوه شفافه پروسه وي، تر څو وړ کسان بریالي شي. زه د يو باخبره ځوان په توګه د دغه بهير ملاتړ کوم او دا چې مخکې درغلۍ زياتې وې، د ټاکنو د دفتر له مسئولينو څخه غوښتنه کوم چې يو شفاف انتخابات وي، تر څو خلک له دغه بهيره شکايت و نه لري.»

د انتخاباتو په تړاو بله د بحث مهمه موضوع په دغه پروسه کې د ښځو د ګډون څرنګوالی دی. که څه هم داسې ويل کيږي چې په ليرو پرتو سيمو کې ستونزي شته، خو په تخار او بدخشان ولایتونو کې فعالاني په انتخاباتو کې د ښځو پر ګدون ټينګار کوي. دوی په انتخاباتو کې د ښځو ګډون يوه اړتيا ګڼي، تر څو له دې لارې ښځې د هيواد په لويو پريکړو او سياسي مديريت کې خپل ځای تثبيت کړی وي.

عاطفه چې د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې ښوونکې ده وايي: «زه د دغه هيواد اوسيدونکې یم او د دغه هيواد د يوې فعالي په توگه بايد خپل مسئوليت ترسره کړم. انتخابات مهم دي او ښځې په دې باندي پوهيږي. موږ د هيواد په پارلمان کې د ښځو د حضور د لا تقويې غوښتونکي يوو، خو دغه کار په هغه صورت کې امکان لري چې ښځې په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي. په انتخاباتو کې ګډون، زموږ حق دی او موږ به خپل دغه حق وغواړو.»

خو انديښنې هم شته. تر ډيره په دې اړه چې آيا انتخابات به شفاف وي، که نه؟ په تيرو انتخاباتو کې په بدخشان او تخار ولايتونو کې امنيتي وضعيت ښه وو، خو په وروستيو کلونو کې د بدخشان ډيري سيمې ناامني شوي دي. په دغه ډول سيمو کې د دولت وسله وال مخالفين عملا حضور او فعاليتونه لرلي. د انتخاباتو امنيت هم د دغه ولايت د اوسيدونکو اصلي اندېښنه ده.

په بدخشان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر حميدالله بلوچ وايي چې حکومت د انتخاباتو د امنيت ټنگښت ته ژمن دی او انتخابات به په هغو سيمو کې کيږي چې امنيت پکښې وي.

بلوچ وايي: «تر هغه مهاله چې ملي پوليسو ډاډ نه وي راکړی، په بل چا باندي اعتماد نه شته او موږ د بل چا په تضمين د انتخاباتو مرکز نه خلاصوو. زموږ په هر مرکز کې به ملي پوليسي او پوليس وي. دوهم امنيتي کمربند له مرکز څخه د۵۰ تر۱۰۰ مترو په فاصله کې د ملي پوځ ځواکونو له خوا اچول کيږي. په ناامنو سيمو کې به تر هغه وخته مرکزونه نه خلاصيږي چې ملي پوليس او ملي پوځ يې د امنيت تضمين نه وی کړی.»

هغه وايي دوی به خپلي ټولي هڅې کوي تر څو يو شفاف او له درغليو پاک انتخابات ترسره شي، خو د هغه تر څنګ ټينګار کوي چې خلک هم په انتخاباتو کې د درغليو او سرغړونو په افشا کولو کې مهم رول لري.

Afghanistan Kabul - Wahl (Archivbild)
د هغو کسانو په ډله کې چې په بدخشان او تخار ولايتونو کې يې خپل نومونه ثبت کړي نژدې نيمايي ښځي ديانځور: Imago/UPI Photo

بلوچ وايي: «که څوک د انتخاباتو د کارکوونکو په اړه څه اوري، چې هغوی يا له کوم نوماند سره سازش کوي، يا زموږ کارکوونکی په پيسو خرڅيږي، ستاسو څخه غوښتنه کوم چې موږ خبر کړئ! که کومه سرغړونه ويني موږ ته دې خبر راکړي. ان شاالله راروان انتخابات به په ښه توګه مخته ولاړ شي او د افغانستان خلک به يوه نوې نيکمرغي تجربه کړي.»

په بدخشان ولايت کې ولسي جرګې ته ۷۶ کسانو ځانونه کانديد کړي چې ۹ يې ښځې دي. په تخار ولایت کې بيا د نوماندانو شمير ۷۳ تنو ته رسيږي چې ۱۲ يې ښځې دي.

په بدخشان ولايت کې ۲۹۰ زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه خپل نومونه ثبت کړي. له دغو کسانو څخه څه باندې ۱۷۰ زره يې نارينه او شاوخوا ۱۲۰ زره يې ښځي دي.

په تخار ولايت کې ۲۶۰ زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون له پاره خپل نومونه ثبت کړي. په دې ډله کې څه باندې ۱۴۴ زره يې نارينه او شاوخوا ۱۲۴ زره يې ښځې دي.

بدخشان ۲۸ اداري واحدونه او ولسوالۍ لري چې ۵ واحدونه يې له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د بدخشان د ټاکنو خپلواک کميسيون په وينا په دغه ولايت کې د رای ورکولو ۳۲۲ مرکزونه شته چې ۲۷ يې تر لوړو امنيتي ګواښونو لاندې دي. خو د بدخشان ولايت د ټاکنو دفتر وايي چې امنيتي چارواکو ورسره ژمنه کړې ده چې د مرکزونو امنيت به تامينوي. دې خوا د تخار درقد، خواجه غار او اشکمش ولسوالۍ د دغه ولايت ناامني سيمي بلل کيږي.