1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسیحي سوسیال اتحاد تاریخي بدې پایلې ترلاسه کړي

۱۳۹۷ مهر ۲۳, دوشنبه

په بایرن ایالت کې د صدراعظمې انګلا میرکل متحد ګوند «مسیحي سوسیال اتحاد» یا CSU له خورا بدې پایلې سره مخامخ شوی. له دې سره به دغه ګوند په اویا کلونو کې د دریم ځل له پاره په بایرن ایالت کې ایتلافي حکومت جوړولو ته اړ شي.

https://p.dw.com/p/36Z52
Politischer Frühschoppen auf Volksfest Gillamoos - AfD
انځور: picture-alliance/dpa/L. Mirgeler

د آلمان په ایالتي ټاکنو کې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD هم د میرکل د تاریخي سیاسي ملګري ګوند یعنې مسیحي سوسیال اتحاد «سي.اس. یو» پر رایو منفي اغیزه پریښې ده.

د بایرن د ایالتي ټاکنو په تاریخ کې مسیحي سوسیال ګوند دا ځل د تیرو اوو لسیزو راهیسې له تر ټولو بدې پایلې سره مخامخ شوی دی. د ۱۹۵۰م کال وروسته، دا دریم ځل دی چې د دې ایالت حاکم ګوند به له نورو سیاسي ګوندونو سره په ګډه حکومت جوړولو ته اړ شي.

د یکشنبې په ورځ د بایرن په ایالتي ټاکنو کې د آلمان د بل سیاسي ګوند یعنې سوسیال دیموکرات ګوند یا SPD پایلې هم د دغه ګوند له پاره ناهیلي کوونکې وې. خو د آلمان له پاره بدیل او زرغون ګوندونو بیا په دغو ټاکنو کې ښې پایلې تر لاسه کړي.

Infografik Landtagswahl Bayern 2018 Finale Zahlen EN

د ټاکنو پایلې څه دي:

-     د بایرن په ایالتي ټاکنو کې CSU یا مسیحي سوسیال اتحاد ګوند ټولې ۳۷،۲ سلنه رایې ګټلي چې د تیرو ټاکنو په پرتله ۱۰،۴ سلنه کمښت ښيي.

-     په دې ټاکنو کې سوسیال دیموکرات یا SPD ګوند ۹،۷ سلنه رایې ګټلې چې د تیرو ټاکنو په پرتله ۱۰،۹ سلنه کمې دي.

-     آزاد رایه اچوونکو ګوند بیا د تیر په نسبت ۲،۶ سلنه ډیرې رایې ترلاسه کړي او په مجموعي توګه یې ۱۱،۶ سلنه رایې ګټلي دي.

-     د بایرن په ایالتي ټاکنو کې بیا بل ستر ګوند یعنې زرغون ګوند ۱۷،۵ سلنه رایې ترلاسه کړي او د تیر په نسبت یې ۸،۹ سلنه ډیرې رایې ګټلي دي.

-     په دې ایالتي ټاکنو کې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD چې د لومړي ځل له پاره یې په دې ټاکنو کې ګډون کړی ۱۰،۲ سلنه رایې ګټلي دي.

پخواني ملګري ګوندونه

د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل، ګوند مسیحي دموکرات یا CDU او په بایرن ایالت کې د دوی ملګري ګوند مسیحي سوسیال ګوند تاریخي ملګري دي. د آلمان په کچه دغه دواړو ګوندونو د سوسیال دموکرات سره ګډه یو ستر ائتلافي حکومت جوړ کړی دی. مسيحي سوسیال ګوند د مهاجرینو پر وړاندې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل سیاستونه د ښي اړخي آلمان له پاره بدیل ګوند; د محبوبیت د اصلي لامل په توګه یادوي.

په بایرن ایالت کې تر ایالتي ټاکنو وړاندې مسیحي سوسیال اتحاد د مهاجرینو پر وړاندې د پخوا په پرتله سخت سیاست غوره کړی وو څو د رایه اچوونکو ملاتړ خپل کړي. د یاد ګوند مشر او د آلمان د کورنیو چارو اوسني وزیر هورست زیهوفر، په ایالتي کچه هم د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د مهاجرت اړوند پر سیاستونو سختې نیوکې کړی وو چې له امله یې د آلمان فدرالي حکومت له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ شو.

پر دې ټولو اقداماتو سربیره، CSU ګوند په بایرن ایالت کې چیرته چې دوی له پخوا حاکم وو، خپل محبوبیت په ساتلو کې پاتي راغلي دي.