1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بايدن حکومت ۱۲۵ زره مهاجرو ته د پناه غوښتنې وړانديز کړی

۱۴۰۱ شهریور ۲۰, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بايدن ادارې د ۲۰۲۳م مالي کال له پاره ۱۲۵ زره مهاجرو له پاره د پناه غوښتنې وړاندېز کړی دی. پخواني ولسمشر دونالد ترمپ دغه شمیر ۱۵زرو ته راښکته کړی وو.

https://p.dw.com/p/4Gf4z
USA Virginia | Ankunft Afghanischer Flüchtlinge
د آرشیف انځور - افغان مهاجر د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۴مه د امریکا د ويرجنیا په دولیس نړيوال هوايي ډګر کېانځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند، نيد پرايز، د جمعې په ورځ وويل چې دغه وړانديز د روان مالي کال په څير دی. هغه په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه اقدام «به په ټوله نړۍ کې د څه باندې سل ميلیونه بې ځايه شوو انسانانو په ګډون، مخ په ډيریدونکي نړيوال بشري بحران ته په رسيدګۍ کې مرسته وکړي.»

د امریکا پخواني جمهوري غوښتونکي ولسمشر، دونالد ترمپ په دغه هیواد کې د ميشتېدا له پاره د مهاجرو کلنی شمير ډير ښکته کړی وو. هغه په امريکا کې د مېشتيدو له پاره په کال کې يوازې ۱۵زره مهاجر منلي وو کوم چې د مهاجرت په عصري تاريخ کې تر ټولو ټيټ شمیر دی. 
اما دموکراټ بایدن چې د ۲۰۲۱م کال په جنوري میاشت کې د امريکا د ولسمشرۍ دفتر ته داخل شو، په امریکا کې ېې تر ده د څو برابره ډيرو مهاجرو د منلو ژمنه وکړه. 

د بايدن ادارې اعتراف کړی وو چې په روان مالي کالي کې چې د سپتمبر په ۳۰مه پای ته رسيږي، ۱۲۵ زره مهاجر به مني، خو د امریکا متحده ایالتو د رسمي ارقامو له مخې، دغه هیواد د اګست میاشتې تر ۳۱مې پورې ېوازې ۱۹۹۱۹ مهاجر منلي دي.