1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بالکان له لارې اروپا ته غیرقانوني مهاجرتونه ډېر شوي»

۱۴۰۱ خرداد ۲۳, دوشنبه

اروپايي اتحادېې په می میاشت کې له لويديځ بالکان څخه د دغې اتحادېې ۲۷ غړو ته په غیرقانوني توګه د داخل شوو مهاجرو یو لوړ رقم ثبت کړی دی. په دغو مهاجرو کې تر ټولو ډير ېې د سورېې او افغانستان دي.

https://p.dw.com/p/4CdYG
Migranten im Grenzgebiet zwischen Serbien und Kosovo
انځور: Jelena Djukic Pejic/DW

دغه خبره د اروپايي اتحادېې د بهرنيو سرحدونو ساتونکي آژانس، فرونټکس، د دوشنبې په ورځ د جون ۱۳مه کړې ده.

د فرونتکس په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په می میاشت کې په دغه سیمه کې د غیرقانوني مهاجرو شمیر له دوه برابرو هم پورته وو او ۱۲۰۸۸ ته رسيدلی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دغو غیرقانوني مهاجرو کې تر ټولو ډير ېې د سورېې او افغانستان هيوادونو څخه دي.

زیاته شوې چې فرونتکس د ۲۰۲۲م کال د جنوري او می میاشتو تر منځ د لوېديځ بالکان له لارې په مجموع کې د ۴۰ زره او ۶۷۵ غیرقانوني مهاجر ثبت کړي چې اروپايي اتحادېې ته داخل شوي، چې دا رقم د تیرکال همدې مودې په پرتله نژدې درې برابره لوړ دی.

د فروتيکس په خبره، په دغې موده کې اروپايي اتحادېې ته ۸۶۴۲۰ مهاجر په غیرقانوني توګه داخل شوي چې په دې حساب نژدې نیمايي برخه ېې د لويديځ بالکان له لارې دغې اتحادېې ته داخل شوي دي.

د اروپا د بهرنيو سرحدونو د ساتنې آژانس د ارقامو د لوړیدو دلیل نه دی ښودلی، خو ويلي ېې دي چې ډيری دغه افراد اروپايي اتحادېې ته تر داخلیدو مخکې په لويديځ بالکان کې وخت تیر کړی دی.

فرونتکس زیاتوي په دغو کسانو کې هغه کسان چې په اوکراين کې د جګړې له کبله تښتيدلي شامل نه دي.

سرچینې یادونه کړې چې په اوکراین کې د فبرورۍ په ۲۴مه د روسېې تر يرغل وروسته چې روسيه ېې «ځانګړي پوځي عملیات» بولي، څه باندې ۵نیم ميلیونه اوکراينیان اروپايي اتحادېې ته داخل شوي دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم هم کتل شئ.