د بادغيس په پيسته لغ کي بيا جګړه سوې
۱۳۸۹ تیر ۲۴, پنجشنبهپه دغه لړکي ګنه کسان په مرميوهم ويشتل سوي چي خلک يې عاملين پوليس،خو دولت يې بيا غيرمسوول وسله وال يادوي.
په بادغيس ولايت کي د زرګونو ولسي خلکود هجوم په وجه د اصلي وخت څخه يوه مياشت دمخه دپيستې ټولول پيل سوی.
دغه فصل چي د ځايي اوسېدونکو په ژبه شول ياديږي هر کال د تاوتريخوالي څخه خلاص نه يي.
دهغه ولايت د امنيت د آمر سمونوال عبدالجبار په خبره دشول پر مهال سږکال هم ناڅر ګندو وسله والوپنځه تنه ملکي وګړي په مرميوويشتلي او زخمي کړي دي.
دسيمي يو تن قومي مشر محمدحنيف چي د پيستې د روزني تجربه لري، وايي چي تر وخت دمخه د پستې ټولول نه يوازي داچي اوس ګټه نه لري، لکي د راتلونکي کال فصل ته تاوان رسوي.
هغه د خلکو د هجوم په مخنيوي کي حکومت ملامت وګاڼه او زياته يې کړه چي حکومت خپله دغه خپل سريوته زمينه برابرکړې. هغه زياتوي چي حکومت ولي د شول د ماتيدوحکوم ورکړ.
بادغيس د افغانستايو د هغو ولاياتوڅخه دی چي، د پيستې د خورا لويو ځنګلونو په درلودلو سره د هيواد داقتصاد مهمه برخه جوړوي.
دکرهڼي او مالدارۍ وزارت مامورين وايي چي، مخکي په ۹۵زره هکټاره دولتي ځمکه کي د پيستې وني زرغونې وې خو د تيري لسيزي جګړو،طبيعي عفتونو،او نورو دلايلو په وجه يې ګڼ ځنګلونه د منځه تللي دي او اوس يوازي په ۳۵زره هکټاره ځمکه کي وني ولاړي دي.
د ځايي اوسېدونکو په خبره اوس هم ددغه ملي شتمني د له منځه وړلو لړۍ روانه ده.
د هغوﺉ په خبره د يوې خوا ځايي زور واکان يې د خرابېدو لامل دي او د بلي خوا عام خلک يې د سونګ د موادو په ډول کاروي او هره ورځ يې په سلهاو درختي وهل کيږي.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی. زيارمل