1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټالیا څخه ۱۳۲ مهاجر جرمني ته راانتقال سوي

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

نن شنبه ورځ د ایټالیا څخه په یوه الوتکه کي ۱۳۲ مهاجرین جرمني ته راانتقال سوي دي، کوم چي د ایټالیا سره په اوبو کي ژغورل سوي وه. نورو هیوادونو هم منلې ده، چي د دغو مهاجرو یوه برخه به واخلي.

https://p.dw.com/p/3VCAB
Italien | Rettungsschiff Ocean Viking
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/MSF/H. W. Bowman

دغه خبره د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت پرون جمعه( دډسمبر میاشتي ۲۰ مه) په روم کي کړې ده. جرمني وختي لا منلې ده، چي دغه مهاجرين به اخلي. دا هغه مهاجرین دي، چي په تیرو میاشتو کي د ډيرو کښتیانو پواسطه ژغورل سوي او ایټالیاته تللي وه. په راتلونکې جنورۍ میاشت کي به هم جرمني ته د ژغورل سوو مهاجرو  ۱۰۰ نور تنه راسي.

Deutschland Symbolbild Abschiebung
انځور: picture alliance/dpa/B. Roessler

د همدې عیسوي کال په سپټمبر میاشت کي په مالټا کي د ایټالیا، جرمني، فرانسې او مالټا د کورنیو چارو وزیرانو د هغو مهاجرینو په باب پر یوه سند باندي موافقه وکړه، کوم چي په مدیترانه کي ژغورل کیږي. ددغي موافقې پر اساس به بیا هغوی پر نوموړو هیوادونو باندي تقسیمیږي. ددوی د دې عمل سره مگر تراوسه پوري د اروپايي ټولني بل هیڅ هیواد نه دی ملگری سوی.