1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټالیا په یوه ډیسکو کي ډیر کسان وژل سوي دي

۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبه

د ایټالیا د انکونا ښار په یوه ډکه ډیسکو کي د وارخطايي په سبب لږترلږه ۶ انسانان وژل سوي دي. وارخطايي هغه وخت رامنځته سوه، کله چي یو چا په احتمالي توګه اوښکي پارونکئ گاز استعمال کړ.

https://p.dw.com/p/39iqy
Italien Unglück - Panik in Nachtclub in Corinaldo bei Ancona
انځور: Reuters/Vigili del Fuoco

د اطفایې د معلوماتو پراساس په دغه ډیسکو کي د یوه کنسرټ پرمهال د شنبې (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۸مه) په سهار وختي په دغه وارخطايي کي تقریبأ ۱۲۰ نور کسان زخمیان سوي هم دي، چي لس تنه یې سخت ټپیان دي. هغوی ټوله نژدې روغتونونو ته انتقال سوي دي.

وارخطايي هغه وخت رامنځته سوه، کله چي یو چا شکمن اوښکي پارونکئ گاز استعمال کړ او بیا نو د ځغاستي پر وخت ډیر کسان پر مځکه ولویدل او د نورو کسانو تر پښو لاندي سول. د روغتون کارکونکو بیا ویلي دي، چي د ځینو کسانو زخمونه سطحي دي، خو د ځینو دا بیا تر هډوکو پوري رسیدلي دي.

Italien Massenpanik in Diskothek in Corinaldo
انځور: picture-alliance/AP Photo/Ancona Today/S. Pagliarini

د اَسنا خبري آژانس د پولیسو په حواله خبر ورکړی دی، چي د وژل سوو کسانو څخه  دوه یې هلکان او درې یې نجوني دي. اکثره قربانیان نابالغه کسان ول. سربیره پردې په هغوی کي یوه مور هم وژل سوې ده، چي خپله لور یې کنسرټ ته رسوله.

په دغه ډیسکو کي یوه کنسرټ  ته ۱۰۰۰ کسان د یوې مشهوري موسیقي ډلي له پاره ورغلي ول. خو دغه ځای اصلأ د دومره ډیرو کسانو گنجایش نه درلود.

زموږ د آرشیف خخه یو انځوریز البوم:( 01.07.2015)