1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي استعفأ ورکوي

۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبه

د ایټالیا جمهوري ریاست په روم کي اعلان وکړ، چي صدراعظم خپله او د کابینې استعفأ ورته وړاندي کړې

https://p.dw.com/p/4ETqa
Regierungskrise in Italien
انځور: Luca Bruno/AP/dpa/picture alliance

د ایټالیا جمهوري ریاست نن پنجشنبه(۲۱.۰۷.۲۲ ) په روم کي اعلان وکړ، چي صدراعظم خپله او د کابینې استعفأ ورته وړاندي کړې او جمهوررئیس، سیرجو ماتریلا هغه په پام کي نیولې، خو د بل صدراعظم تر انتخابه پوري به دراګي خپل کار ته ادامه ورکوي.

د ناظرینو په اټکل به ماتریلا پارلمان منحل او په سپتمبر یا اکتوبر میاشت کي به د پارلماني انتخاباتو د دایریدو اعلان وکړي.

د ۲۰۲۱ م کال د فبرورۍ میاشتي څخه صدراعظم دراګي په پارلمان کي د چپیانو څخه نیولې تر ښی اړخو پوري څلورو حزبو يې ملاتړ کاوه. خو تیره اونۍ یې حکومت هغه وخت له بحران سره مخامخ سو، چي په حکومت کي شامل د پنځو ستروغورځنګ(M5S) په سنا کي دراګي ته د اعتماد رایي ورکول تحریم کړه.