1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټالیا ساحلي ساتونکو په مدیترانه کې سلګونه کډوال ژغورلي

۱۴۰۱ شهریور ۳, پنجشنبه

د ایټالیا ساحلي ساتونکو په مدیترانې سمندر کې ۶۰۰ کډوال ژغورلي چې له اظطراري حالت سره مخامخ وو. هغه کډوال چې په کوچنیو کښتیو کې ایټالیا ته راځي د سږ کال په ۸ میاشتو کې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله شمیر زیات شوې دي.

https://p.dw.com/p/4G0ul
Italien | Migranten erreichen Hafen von Roncella Jonica
انځور: Alessandra Tarantino/AP/dpa/picture alliance

 

 د ایټالیا په پوتسایو ښار کې ساحلي ساتونکو رپوټ ورکړی دی چې دوې کښتۍ چې شاوخوا ۳۵۰ او ۲۵ کډوال پکې سپاره ول سیسیل ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان رپوټ ورکړی دی چې د «جئو بارنتس» کښتۍ چې د دغه مرستندویه سازمان اړوند ده، د چهارشنبې په ورځ د ۱۰۶ کډوالو سره د تارانتور ساحل ته رسېدلې ده.

د «جئو بارنتس» کارکوونکو دغه کډوال د یکشنبې په ورځ له غرق کیدو څخه ژغورلي وو. دغه هيواد د تارانتور ساحلي ښار څخه ډېر لرې موقعیت لري او له همدې امله کښتۍ د چهارشنبې په ورځ د ښار ساحل ته ورسېده.

۲۰ کډوال له تندې مړه شوي، په مدیترانه کې کښتۍ ډوبه شوې

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې په روان کال کې تر اوسه ۵۱ زره کډوال د کوچنیو کښتیو له لارې دغه هيواد ته رسېدلې دي. د کډوالو دغه شمېر د تېر کال همدې وخت سره په لوی توپیر زیات شوی دی.

ډېر شمېر کډوال ايټالیا ته په رسیدو سره غواړي، چې د اروپایي ټولنې نورو غړو هيوادونو ته ولاړ شي. په ایټالیا کې ښي اړخي ګوندونه په انتخاباتي کمپاینونو کې د مرستندیوه سازمانونو د ژغورنې پر عملیاتو نیوکې کوي او غواړي چې د کډوالو د راتګ مخنیوی وکړي.

د لګا ګوند مشر ماتئو سالوي، دغه سازمانونه د انسانانو د قاچاقبرو سره په همکارۍ تورنوي.

یوناني ځواکونو په یوه ورځ کې دغه هیواد ته د ۱۵۰۰ کډوالو مخه نیولې

د یوې نظر پوښتنې له مخې د محافظه پالو او ښي اړخو ګوندونو ائتلاف به د سپتمبر پر ۲۵ ترسره کیدونکو پارلماني ټاکنو کې بریا خپله کړي. دغه څه به د کډوالو د ژغورنې عملیاتو له پاره منفي پایلې ولري.

dpa/hm/fz/nz