1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ایټالیا حکومت شرکتونه او فابریکې وتړله

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

د کرونا پرضد ناکامه او ناامیده کونکي مبارزې د ایټالیا د حکومت څخه لار ورکه او اوس یې لا سخت تدابیر وضع کړل . یوازي پرون شنبه د کرونا څخه هلته تقریبأ ۸۰۰ انسانان مړه سوي دي. چین اوس غواړي د ایټالیا سره کومک وکړي.

https://p.dw.com/p/3ZsHb
Italien Corona-Pandemie: Fast 800 Tote an einem Tag
انځور: Reuters/A. Parrinello

د ایټالیا حکومت د کرونا د سخت ساري مرض سره د مقابلې په لار کي د ټولو غیرضروري شرکتونو او فابریکو د تړلو فیصله وکړه. د دغه هیواد صدراعظم، جوزیپه کونته په یوه ټلویزوني بیانیه کي ملت ته وویل، حکومت فیصله کړې ده چي په ټوله هیواد کي هغه تولیدات او خدمات بند کړي، چي لومړني ضروري مواد نه تولیدوي، د کومو څخه چي هیڅ چاره نه سته. کونته تر دوهم عمومي جنګ وروسته د تر ټولو یوه لوی چلنج څخه خبره وکړه .

ایټالوي چارواکو پرون شنبه (د مارچ میاشتي ۲۱ مه) د کرونا په سبب د تقریبأ ۸۰۰ کسانو د مړه کیدو څخه خبر ورکړ، دومره ډیر چي د کرونا ویروس د شیوع راهیسي په دغه هیواد کي نه وه پيښ سوي. په مجموع کي تر اوسه پوری په ایټالیا کي ۴۸۲۵ تنه د کرونا څخه مړه سوي او تقریبأ ۵۴۰۰۰ تنه په اخته سوی دي.

ایټالیا ګومان کوي ، چي د کرونا سره په مبارزه کي یوازي پریښول سوې ده او د

اروپايي ټولني د لږي همبستګۍ څخه ناراضه ده. خوپه همدې حال کي بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې په لار کي د چین څخه د ساینس پوهان او ډاکترانو یو ټیم د ایټالیا شمال ته رسیدلی دی. هغوی به د نژدې څحخه د وضعي یو تصویر واخلي او بیا به مشخص پیشنهادونه وړاندي کړي.