1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایمن الظواهري وژل کیدل طالبانو ته څه پایلې لرلی شي؟

امید دیدار
۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

په کابل کې د امریکا په برید کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري له وژلو وروسته له طالبانو سره د نړۍ د تعامل، مخې ته راتلونکي ننګونکي حالت او ناڅرګندتیا په اړه تبصرې او اندېښنې په ډېرېدو دي. خو شنونکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4F4Zw
Al Kaida Chef Aiman al-Sawahiri (Archivbild)
انځور: AUSAF Newspaper/EPA/picture alliance/dpa

څارونکي او شنونکي په دې باور دي چې په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت لا نه دی پېژندلی، دغې ډلې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري په ساتلو سره په لوی لاس خپل سرپرست حکومت ته ستونزې دومره زیاتې کړې، چې جبران به یې ورته «ډېر» سخت وي.

له بل پلوه، تر دې پېښې وروسته افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه هېڅ ډول څرګندونه نه ده کړې او په دې مسئله کې له رسنیو سره خبرو ته نه حاضرېږي.

 شنونکی او خبریال سمیع یوسفزي دویچه ویله ته وویل، کابل کې د الظواهري وژلو طالبان نا ارامه کړي او داسې پېښه یې مخې ته راغلې، چې دوی ورسره مخ کېدو ته آن ذهنا تیار نه وو.

Al Kaida Chef Aiman al-Sawahiri (Archivbild) noch als Vize mit Osama bin Laden
د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته ایمن الظواهري د دغه ترهګرې ډلې مشر شوانځور: AUSAF Newspaper/EPA/picture alliance/dpa

نوموړي دویچه ویله ته وویل: «داسې یو څه پېښ شوي، چې دوی ورته ذهناً تیار نه وو. دا ستره واقعه ده. د طالبانو وزیران، ویاند او نور عادي ویاندویان نه شي کولی په دې اړه مشترک موقف اختیار کړي او د ده وژل کېدو ته یوه توجیه پیدا کړي. هغوی تر اوسه نه دي توانېدلي، چې په دې موضوع نظر څرګند کړي.»

هغه زیاته کړه چې په ټوله کې دغه پېښه د طالب چارواکو له کچې لویه ده او طالبان به په دې اړه د مشرتابه له پرېکړې وروسته یو ګډ دریځ څرګندوي.

سمیع یوسفزی وايي، د دې پېښې په اړه د طالبانو رسمي دریځ به د دوی راتلونکې پالیسي، د القاعدې، داعش او نورو ډلو سره د دوی د اړیکو په اړه رسمي نظر وي.

طالبان به له کومو ننګونو سره مخ شي؟

د سیاسي چارو کارپوه سید فاضل سنچارکي دویچه ویله ته وویل، که څه هم طالبان له وړاندې له ستونزو سره مخ وو او د یوه کال حکومت په موده کې هم ونه توانېدل د نړۍ پام ځان ته را واړوي، له دې پېښې وروسته دا یقیني شوه چې د دغې ډلې حکومت په رسمیت پېژندل ښايي ناممکن شي.

د نوموړي په فکر، د القاعدې د مشر وژل کېدل طالبان یوه سخت پړاو ته ننباسي.

Pakistan Afghanistan Waffenstillstandsverhandlungen
انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

هغه وویل: «د ایمن الظواهري شتون او د هغه وژل کېدل دا ثابتوي، چې دوی له القاعدې سره ژورې اړیکې لرلې او دا مسئله طالبان یوه سخت او خطرناک پړاو ته ننباسي. هېڅ قدرت او هېواد چمتو نه دی، چې دوی سره دې اړیکې ولري.»

نوموړی وايي، کابل کې د الظواهري شتون او وژل دا امکان پیداکوي، چې د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې، ناټو او په ځانګړي ډول امریکا لید کې تغیر راشي او دا تغیر ښايي د طالبانو د مخالفو ډلو د تقویې او یا هم پر طالبانو د فشار ډېرولو لامل شي.

د دوحې تړون مات شوی؟

سیاسي شنونکی سید فاضل سنچارکي دغه راز وویل، دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه له اوله سره نه ده عملي شوې، هغه څه چې طالبان او امریکا یې هم پر یو بل د ماتولو پړه اچوي.

پخوانی پوځي او شنونکی احمدخان اندړ هم دویچه ویله ته وویل چې د القاعدې د مشر وژل کېدل نړۍ سره د طالبانو تعامل ټکنی کوي او په رسمیت له پېژندلو یې واټن زیاتوي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «امریکا د افغانستان ځمکنی حریم هم تر حملې لاندې نیولی شي. دا لوبه طالبانو ته ښې پایلې نه لري. ښه به وي، چې طالبان له امریکا، نورو زبرځواکونو او د سیمې له هېوادونو سره اړیکې ښې کړي، چې افغانستان د سړې جګړې مرکز ونه ګرځي.»

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر حسین یاسا هم دویچه ویله ته وویل، د دوحې تړون ته له پیله پاملرنه نه ده شوې او دغه تړون څنګه چې و، نه دی عملی شوی.

هغه وویل، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون هغه مهمه مسئله ده، چې په اړه یې نړیواله ټولنه او په ځانګړي ډول امریکا اندېښنه لري او د ملګرو ملتونو په هر راپور کې دا ذکر شوي، چې طالبانو له القاعدې شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړي.

حسین یاسا وايي، د الظواهري وژل کېدو دا ثابته کړه، چې طالبان هېڅ ډول نړیوالو موازینو او هوکړو ته ژمن نه دي.

نوموړي وویل: «دا د طالبانو له پاره خطرناکه مسئله ده او دا ثابتوي، چې دوی هېڅ ډول نړیوالو موازینو او هوکړو ته ژمن نه دي.»

له بل پلوه عام افغانان هم دغې پېښې حیران کړي دي او دغه برید د افغانستان د راتلونکي سیاسي او اقتصادي اوضاع له پاره ښه شګون نه ګڼي.

Afghanische Delegation in Pakistan
انځور: Pakistan Ministry of Foreign Affairs /AP/picture alliance

د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د تېرې شنبې پر ورځ د امریکايي ډرون الوتکې له لوري د افغانستان پلازمېنې کابل کې ولسشمرۍ ماڼۍ سره نیږدې په یوه کور کې ووژل شو.

طالبانو له پېښې یوه ورځ وروسته د هوايي برید پخلی کړی او په دې اړه یې تر اوسه هېڅ جزیات نه دي ورکړي او د حکومت یوه ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته همدومره وویل، چې:» دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.«

کابل کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري داسې حال کې د امریکا برید کې وژل کېږي، چې طالبانو ویلي وو القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، هغه څه چې د دوحې د تړون مهمه برخه ګڼل کېږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب