1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران يوه هیئت له طالبانو سره د کانونو په اړه خبري کړي

۱۴۰۳ مهر ۴, چهارشنبه

د ایران د حکومت استازی د دغه هیواد د شپږو شرکتونوله مسؤلینو سره د کانونود استخراج په هکله خبرواتروله پاره کابل ته تللی دی. د طالبانو د ادارې د کانونو وزارت د افغانستان په کانونو کي د ایراني شرکتونود پانگوني هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/4l4Nj
Afghanistan Arbeiter graben nach Bodenschätzen
آرشیف: دوه تنه کارگران د افغانستان د ډبرو په کانونو کی د کیندنې په حال کی انځور: Jawed Kargar/dpa/picture alliance

د طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چي د ایران  د حکومت استازي احمد محسني، د دغه هیواد د شپږو شرکتونو له استازو سره د کانونو د استخراج په هکله خبرو اترو له پاره کابل ته سفر کړی دی.

 د کانونو وزارت ویلي دي چي نوموړي هیئت د دغه وزارت له سرپرست ملا هدایت الله بدري، سره په لیدنه کتنه کي، د افغانستان د کانونو په منابعو کي د پانگونې په هکله خبري اتري کړي دي.

د طالبانو  ادارې د کانونو او پترولیم وزارت په خبرپاڼه کي راغلي دي چي د شپږو ایراني شرکتونو استازو چي د کانونو د استخراج په برخه کي کار کوي، په دغه لیدنه کتنه کي یې پهافغانستان کي د اوسپنې، سکرو او نفتو په کانونو کي د پانگونې له پاره خپله علاقمندي ښکاره کړې ده.

دغه وزارت وویل چي سربیره پردې، ایراني شرکتونو ژمنه کړې ده چي د طالبانو د کانونو وزارت د کارکوونکو له پاره به د کانونو د معیاري استخراج په څانگه کي ځانگړي روزنیز کورسونه جوړ کړي.

د طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په برخه کي د دغه ایراني شرکت د پانگونې هرکلی وکړ او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چي د پانگونې  له پاره د زمینې برابرولو په برخه کي به له هغوی سره همکاري وکړي.

په افغانستان کي د کانونو د استخراج له پاره هلو ځلو سربیره، د طالبانو له خوا د استخراج سوو قیمتي ډبرو پلورل هم ادامه لري.

د دغې ډلې محلي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د څووم ځل له پاره د پنجشیر  ولایت څه د پاسه ۷۴ زره قیراطه استخراج سوي زمرد د ۷۴۷۰۰ ډالرو په بیه وپلورل.

طالبانو په تیرو دریو کلونو کي چي پر افغانستان یو وار بیا واکمن سوي، ډیر تمرکز یې د کانونو پراستخراج کړی دی، چي ظاهراً د بودیجې د تأمین له پاره یوه هڅه بلل کیږي.

 د طالبانواداره که څه هم تر اوسه د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې، خو تیر کال یې د افغانستان د اوو سترو کانونو د استخراج تړون له څو مختلفو افغاني او خارجي شرکتونو سره لاسلیک کړ. ډېر کارپوهان په اوسنیو شارایطو کي د قیمتي ډبرو د استخراج چارې او خرڅلاو يې غیرقانوني بولي.

د ناروې شمال؛ د ډبرو سکرو کانونه بيرته په طبيعت اوړي

GP/NZ/Schakila