د ایران له امنیتي ځواکونو د افغان مهاجرو شکایت
۱۳۹۷ آذر ۳۰, جمعهپه هرات کې یو افغان مهاجر چې تازه د ایران له پولې اخراج شوی دی وایي: «هره بدبختي چې ووایي پر موږ یي راوستله. څوک شته هم نه چې بررسي یي کړي. هر څه چې يي زړه غواړي پر موږ یي کوي. زموږ سره په زور او لغتو برخورد کوي.»
دغه شان څرګندوني نوې نه دي او تیر وختونه هم له افغان مهاجرو سره د ایران د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن په اړه معلومات خپاره شوي دي. خو کومه وروستۍ ویډیو چې په ټولنیزو رسینو کې خپره شوې ده یو وار بیا یي دغو بحثونو ته لمن وهلې ده.
که څه هم په کابل کې د ایران سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پيښې د کره والي په هکله د جدي څیړونو او عاملینو د پيژندلو خبره کوي، خو زیاتره هغه مهاجر چې له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستنیږي وایي چې ناوړه چلن ورسره سوی دی.
له ايرانه اخراج شوي دغه مهاجر وایي چې له ایران څخه د اخراجیدو په جریان کې ورته سپکاوی شوی، وهل ټکول شوي او آن شکنجه شوي دي.
هرات ته د بیرته راستنو شوو یو بل مهاجر وایي: «له دې کبله وهل او ټکول کوي چې ولې اسناد نه لرئ. وایي غلطي دې کړې ده چې ایران ته راغلی یي. په داسې یوه لرګي وهل کوي چې تر اوسه یي زخمونه لا پاتې دي. موږ بې صاحبه یوو.»
په هرات کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیس عبدالقادر رحیمي، وایي چې له ایران څخه د راستنو شوو کډوالو سره د دوی تر سره شوي مرکې ښيي چې یو شمیر مهاجر چې له دغه هیواده افغانستان ته اخراجیږي، امنیتي ځواکونه يې توهینوي او له وهلو ټکولو سره مخامخ کيږي.
د هغه په خبره په ځینو مواردو کې ویل شوي دي چې د ایران امنیتي ځواکونه د افغانانو د اقامې اسناد څیري کړي او تر هغې وروسته یې بیا له سرحده اخراج کړي دي. د هغه په خبره دغه چلن پخپله له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.
خو په هرات کې د مهاجرو د چارو ادارې رئیس احمد جاوید نادم، وایي چې له دې سره سره چې له افغان مهاجرو سره د د ایران د امنیتي ځواکونو د آزار او ناوړه چلن رپوټونه شته، له دوی سره چا کوم رسمي شکایت ثبت کړی نه دی.
له بله اړخه د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چې د آزار او وهلو ټکولو مسله یې له دپیلوماتیکو لارو د ایران له حکومت سره شریکه کړې ده.
په هرات کې د ایران قونسلګرۍ د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له خوا د افغان مهاجرو د وهلو او ځورولو خبره څو وارې رد کړې ده.
زموږ له آرشیف څخه: