1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران او بریتانیي ترمنځ تشنج مخ پر ډیریدو دی

۱۳۹۸ تیر ۲۲, شنبه

جبل الطارق د ایراني بیړۍ (ګرېس۱) کپتان او خدمه آزاد کړل. خو د نفت لیږدونکو کشتیو د تګ راتګ پر سر د ایران او بریتانیي ترمنځ تشنح ادامه لري. بریتانیي یوه نوې جنګي بیړۍ سیمې ته استولې، او ترمپ یو وار بیا ایران ته ګواښ کړی.

https://p.dw.com/p/3M1NF
Supertanker Grace 1 NEU
انځور: Getty Images/AFP/J. Guerrero

د «ګرېس۱» نفت لیږدونکي لویې کشتۍ کپتان او خدمه آزاد شوي، خو د جبل الطارق پولیسو دغه نفت لیږدونکې ایراني بیړۍ له ځان سره ساتلې ده. ویل کیږي چې د جبل الطارق قضایه قوه د دغې بیړۍ د نهایي مقصد په اړه خپلو څیړنو ته دوام ورکوي. جبل طارق د بريتانيې له ټاپو څخه دباندي د دغه هيواد سيمه ده چي پکښي د بريتانيې سمندري ځواکونه هم مستقر دي.

د بیړۍ د خدمې آزادیدل د ایران او بریتانیي ترمنځ د رامنځته شوي کړکیچ د حلیدو په معنی نه ده.

په دې اړه د خبر د خپریدو په تعقیب چې احتمالاً د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هڅه کړې چې د بریتانیي تیل لیږدونکې بیړۍ د ایران سمندري ساحې ته ننباسي، بریتانیي سیمې ته یوه بله جنګي بیړۍ استولې ده.

د کپتان او خدمې آزادیدل

د جبل الطارق پولیسو اعلان کړی دی چې د ایراني نفت لیږدونکي لویې بیړۍ(ګريس۱) کپتان او درې تنه خدمه یې آزاد کړي دي. دغه کیشتۍ تیره اونۍ د جبل الطارق د مامورينو او بریتانوي ځواکونو له خوا درول شوې وه. د نیول کیدو پر مهال پر دغې کیشتۍ د پاناما هیواد بیرغ زړیدلې وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د جمعې په ورځ(د جولای میاشتې ۱۲ مه نیټه) ادعا کړې وه چې د سوریي بندر د داسې یوې لویې بیړۍ د لنګر اچولو ظرفیت نه لري. ایران له بریتانیي غوښتي وو، هر څومره ژر چې ممکن وي، دغه بیړۍ او د هغې خدمه دې خوشې کړي.

د جبل الطارق محکمې د ایران د دې غوښتنې په هکله ویلی دي چې د «ګرېس۱» نفت لیږدونکي بیړۍ به لږ تر لږه د جولای میاشتې تر ۲۱ نیټې پورې د بریتانیي په تحويل کې وي.

د بریتانیي دویمه جنګي بیړۍ

بریتانیي سیمې ته د یوې بلې جنګي بیړۍ د استولو خبر ورکړی دی. د سیمي په اوبو کې د بریتانیي د نظامي حضور زیاتیدل په داسې یو وخت کې صورت نیسي چې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ او د ایران د رهبرۍ ترمنځ لفظي شخړې زور اخیستی دی.

دونالد ترمپ د جمعې په ورځ(د جولای میاشتې ۱۲ مه نیټه) د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي وو: «دوی یو خطرناک قلمرو ته د ننوتلو په حال کې دي.» ترمپ ایراني مسئولينو ته په خطاب کې وویل: «ښه به وي چې خپل چلن ته ډیر متوجه اوسئ.»

بریتانیي ویلی دي چې د فارس خلیج په اوبو کې یي د پوځي حضور د پیاوړی کولو اقدام د خپلو سوداګریزو نفت لیږدونکو بیړیو د امنیت تضمينولو په موخه کړی دی. د یادونې وړ ده چې د نړۍ د نفتو یوه پر پنځمه برخه د هرمز تنګې له لارې تیریږي.

د امریکایي پوځ د مشترکو ځواکونو عمومي مشر جنرال جوزف دانفورد، د چهارشنبې په ورځ په هرمز تنګه او باب المندب کې د بیړیو تګ راتګ د امنیت د خوندیتوب له پاره د یوه نظامي ائتلاف د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

jj/se (dpa, afp)sn.aa