1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایتوپیا لومړي وزیر د نوبل د سولې جایزه وګټله

۱۳۹۸ مهر ۱۹, جمعه

د نوبل د سولې جایزه د ایتوپیا لومړي وزیر ابې احمد، ته ورکړل شوه. دغه څه کم یو میلیون ډالري جایزه هغه ته له ایریتریا سره د شخړ چې په کلونو یې دوام کړی وو، د ختمولو له کبله ورکړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/3R9UQ
Äthiopien | Premier Minister Abiy Ahmed besucht Hosaena
انځور: Ethiopian Prime Minister Office

د نوبل د جایزې پنځه کسیزې کمیټې، د جمعې په ورځ په اوسلو کې د سولې د جایزې د ګټونکې د اعلانولو پر مهال د ایتوپیا د لومړي وزیر ستاینه وکړه چې په خبره یې «له ګاونډي هیواد ایریتریا سره یې د سرحدي شخړې د حلولو په برخه کې» ډیرې هڅې کړې دي.

ایتوپیا او ایریتریا د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې تر کلونو تریتګلتیا وروسته، یو له بل سره اړیکې له سره پیل کړې. دواړو هیوادونو له ۱۹۹۸م کال څخه تر۲۰۰۰م کال پورې د سرحد پر سره یو له بل سره جګړه هم کړې وه.

ابي احمد د جایزې تر ګټلو وروسته وویل: «ډیره مننه. دا جایزه افریقا ته ورکړل شوې ده. دا جایزه ایتوپیا ته ورکړل شوې. زه تصور کولی شم چې د افریقا نور مشران به دا یو مثبت ګام وګڼي او زموږ په براعظم کې به د سولې د بهیر له پاره کار وکړي.»

د نوبل جایزې د کمیټي مشر بیریت رائیس اندیرسن، هیله څرګنده کړه چې دغه جایزه به ابی احمد د سولې او پخلاینې په مهم کار کې لا پیاوړی کړي.

(ms/nz (Reuters, AFP