1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره په اوکراين کي د ککړ بم نخښي لټوي

۱۴۰۱ آبان ۱۰, سه‌شنبه

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره په اوکراین کي خپلي پلټني پیلوي. د آلمان صدراعظم د دغه بم د جوړولو په اړه د روسیې تورونه بې اساسه وبلل. زیلینسکي، د اوکراین د دافع هوا سیستم د بریالیتوبونو ستاینه وکړه.

https://p.dw.com/p/4IvRk
Rafael Grossi | IAEO Direktor | Pressekonferenz UNO in New York
رافایل ګروسي د اټومی انرژۍ د ادارې مشرانځور: Luiz Rampelotto/ZUMA Wire/IMAGO

د اټومي انرژۍ نړیوالي ادارې د اوکراین په دوو سیمو کي خپل »د ارزوني فعالیتونه« پیل کړل. دلته خبره د روسیې له خوا پر هغو تکراري تورونو ده چي ګويا اوکراین په اصطلاح پر »یوه ککړ بم« باندي کارکوي.

د اټومي انرژۍ نړيواله اداره غواړي ډیر ژر خپل تحقیقات په دې برخه کي پای ته ورسوي. ویل کیږي چي د نوموړي ادارې مشر رافایل گروسي به په روانه اونۍ کي د دغو پلټنو نتیجه اعلان کړي. دغه پلټني د اوکرایني چارواکو په بلنه ترسره کیږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین تور لگوي چي غواړي د ککړ بم د جوړولو نښي له منځه یوسي. هغه په دې خبر دی چي د هغه د جوړیدو ځای چیري دی. کیف دغه ډول تورونه په کلکه ردوي او د اټومي انرژۍ د ادارې له خوایې په دې برخه کي د پلټني غوښتنه کړې ده.

یو ککړ بم د رادیو اکتیفي موادو څخه جوړیږي چي د معمولي چاودیدونکو موادو په مرسته خپریږي.

شولڅ د روسيې تورنه «بې اساسه» بللي

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره په تیلیفوني خبرو کي د روسیې له خوا دغه ډول تورونه بې اساسه وبلل او هغه یې رد کړل. هغه په عین حال کي له اوکراین سره د نورو پراخو مرستو ژمنه هم وکړه.

په یوه خبر کي راغلي دي چي آلمان به له اوکراین سره د کلکو سیاسي، مالي او بشري مرستو په برابرولو او د خپل حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا د دفاع او د وسلو د اکمالاتو په برخه کي به هیڅ ډول ملاتړ و نه دریغوي.

«روسيه د افغان کومانډو ځواکونو د جذب هڅه کوي»

د جرمني صدراعظم همدارنگه د روسي ځواکونو له خوا د اوکراین پر ملکي زیربناوو باندي هدفمندانه بریدونه هم په کلکه وغندل.

د دوشنبه په ورځ د روسیې له خوا تر سختو راکټي بریدونو وروسته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د هوايي دفاع په برخه کي د برياوو یادونه وکړه. زیلینسکي په خپله ورځنۍ وینا کي د ویدیويي پیغام په ترڅ کي وویل چي د روسیې له خوا د شاوخوا ۵۰ راکټونو څخه، ۴۵ یې دفع سوي دي. هغه غوښتنه وکړه چي هیواد یې د هوايي بریدونو په وړاندي د دافع هوا لازیاتو وسلو ته اړتیا لري. خو روسیه لا دمخه د پخوا په پرتله د هدف د په نښه کولو له پاره ډیر توغندي کاروي.

Flugabwehrsystem IRIS-T SLM
د دافع هوا عصری سیستمونه انځور: Diehl Defence

اوکراین ته د هوايي دفاع عصري سیستمونه له آلمان څخه ورغلي چي د اوکراین له خوا یې ډېره ستاینه سوې ده. د بوکس پخواني اتل ولادیمیر کلیچکو چي د کیف د ښاروال ویتالي کلیچکو ورور دی، په خپل تویتر کي لیکلي: «پر اوکراین باندي ننني بریدونه فقط د جرمني د دافع هوا سیستم له برکته وکولای سول چي دفع سي.»

بلي خوا ته بيا د ملگرو ملتو په حواله په غله جاتو ډکو دریو نورو باروړنکو کښتیو د اوکراین له بندر څخه حرکت کړی دی. په استانبول کي د ملگرو ملتو په مشري د همږغۍ مرکز چي د کښتیو ډاډمن تگ راتگ څاري، خبر ورکړی دی چي دا کار د غله جاتو د تړون په چوکاټ کي ترسره سوی او روسي هیئت ته له دې کبله خبر ورکړل سوی دی. د ملگرو ملتو او ترکیې په منځگړیتوب دغه تړون د تور سمندر له لاري د اوکراین د غله جاتو انتقال ته زمینه برابروي.

په پراګ کې د اوکراين د دفاع د دوام له پاره کمپاين

دا په داسي حال کي ده چي روسیې څو ورځي مخکي دغه تړون وځنډواوه. د هغه علت د مسکو حکومت دا بولي چي پر تور سمندر باندي د برید تر خبرداري وروسته نه سي کیدای چي د ملکي کښتیو د امنیت ساتلو تضمین وسي. خو بیا هم د دوشنبې په ورځ ډیرو کښتو د اوکراین له بندر څخه حرکت کړی دی.

اوکراین او روسیه په نړۍ کي د غله جاتو له سترو صادروونکو څخه شمیرل کیږي. دغه تړون به، وچي ډوډۍ او نورو خوراکي توکو ته د میلیونو انسانانو لاس رسی تامین کړي.

GP/NZ/DW.Online