1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټالیا داخله وزیر د مهاجرینو له کبله تر څیړنو لاندې دی

۱۳۹۷ شهریور ۴, یکشنبه

رسنۍ: د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر متیو سالویني له کښتۍ څخه د مهاجرینو د کوزېدو د مخنيوي له کبله له کبله د عدليې تر څیړنو لاندې دی. په عین وخت کې له اړونده کښتۍ څخه د مهاجرو پر کوزېدو جوړجاړی رامنځ ته شوی دی.

https://p.dw.com/p/33mfa
Diciotti junge Grflüchtete dürfen von Bord
انځور: Reuters/A. Parrinello

د ایټالیا رسنیو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۵مه) خبر ورکړ چې د ایټالیا څارنوالان د دې هیواد د کورنیو چارو له وزیر ماتیو سالویني څخه پلټنې کوي. د یادې رسنۍ د رپوټ په حواله د کورنیو چارو وزیر د دې هیواد و سیسلی بندر ته د سمندري ځواکونو له کښتیو څخه د مدیترانې په سمندر کې د ژغورل شوو کډوالو د ښکته کیدو د مخنیوي په قضیه کې نقش درلود.

د خبري رسنیو د رپوټونو په اساس په دې برخه کې پلټنې به تر ډیره پورې د «ناقانونه توقیف، ناقانونه زندان او له واک څخه د ناوړه استفادې» پر موضوعاتو تمرکز ولري. سالویني د لیګ پارټي په نامه د مهاجرت ضد یوه ګوند مشري هم په غاړه لري ښکاري چې د خپلې فسبوک پاڼې له لارې د دغو خبرونو پخلی کړی دی.

نوموړې پر خپله فسبوک پاڼه په دې هکله لیکلي: «که چیرته د خپل هیواد د امنیت او پولو د دفاع په خاطر غواړئ له ما پوښتنې وکړئ او یا مې توقیف کړی، زه پر دې ویاړم او د دې انتظار باسم. »

Italien Matteo Salvini
انځور: REUTERS

په عین وخت کې د ایټالیا حکومت بیا ویلي چې د کاتولیک له کلیسا، البانیا او آیرلنډ سره تر یوه توافق وروسته، د ایټالیا د ساحلي ګارد په کښتیو کې سپاره له ۱۵۰ ډیر پناه غوښتونکي به ډیر ژر له کښتیو د ښکته کیدو اجازه ترلاسه کړي. د دغه تړون په رڼا کې، د ایټالیا د کلیساګانو اُسقفان به د دې مهاجرینو زیاته برخه ومني. البانیا چې د اروپايي ټولنې غړی هیواد نه دی او ایرلنډ بیا هر یو د ۲۰ کډوالو د منلو خبره کړې ده.

د «دیچوټي» یا « Diciotti » په نامه د ایټالیا د ساحلي ګارد کښتۍ دغه شمیر مهاجرین د روانې اګست میاشتې میاشتې په ۱۶ نیټه د مدیترانې په سمندر کې ژغورلي وو چې بیا وروسته د دوشنبې په ورځ «د اګست میاشتې په ۲۰ نیټه» د دې هیواد سیسلي بندر ته رسیدلې. تر رسیدو وروسته له کښتۍ یوازې د ګوتو په شمار ماشومانو او ناروغو کسانو ته د کوزیدو اجازه ورکړل شوې وه. په دې کښتۍ کې زیاتره ژغورل شوي سپاره پناه غوښتوني د ایریتریا هیواد اتباع دي.

Italien Migranten verlassen Diciotti Rettungsschiff
انځور: Reuters/A. Parrinello

په عین وخت کې وروسته له هغې چې د تیرو څلورو کلونو په موده کې له شاوخوا ۶۰۰ زره زیات مهاجرین ایټالیا ته داخل شوي، دغه هیواد له اروپايي ټولنې د مهاجرینو د بار د ویش په برخه کې د اقداماتو غوښتنه کړې. د جمعې په ورځ د اروپايي ټولنې په کچه د لوړې کچې یوه ناسته هم ترسره شوه څو د دغې ستونزې له پاره یو اوږدمهاله حل لاره پیدا کړي، خو د ناستې ګډونوال کومې نتیجې ته ونه رسیدل چې له کبله ایټالیا اروپايي ټولنې ته د خپل مالي سهم د نه ورکولو خبرداری ورکړ.

د ایټالیا لومړي وزیر ګیوسپي کونټه د شنبې په ورځ ناوخته بیا وویل چې روم د اروپايي ټولنې د تازه بودیجې د مسودې په هکله د ویټو په فکر کې دی. د نوموړي په وینا ځکه د دغې مسئلې په هکله هیڅ راز پرمختګ نه دی شوی.

بل لوري ته بیا د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسار فلیپو ګراندي د اروپايي ټولنې له غړو هیوادونو د مهاجرینو د ویش په برخه کې د دې پرځای چې په سمندرونو کې د ژغورل شوو کسانو په هکله د کم مسوولیت د منلو پر سر رقابتونه وشي، د حل لارې موندلو ته هڅولي دي. 

Italien Migranten verlassen Diciotti Rettungsschiff
انځور: Reuters/A. Parrinello

ګرانډي په دې هکله وویل چې په داسې حال کې چې [اروپايي] هیوادونه د اوږد مهالې حل لارې په برخ کې سیاسي رقابتونه کوي، د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ژوند له خطر سره مخ کول خطرناک او له اخلاقي پلوه ښه کار نه دی.

د شنبې په ورځ د مهاجرینو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان له اروپايي ټولنه وغوښتل چې د هغو ۱۵۰ پناه غوښتونکو په هکله توافق ته ورسیږي چې له یوې اونۍ د ډیرې مودې راهیسې په سمندر کې د ژغورونکو په کښتیو کې بند پاتې دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په ترڅ کې له شمالي افریقا څخه ایټالیا ته د کښتیو له لارې د مهاجرینو په راتګ کې د لیبیا او اروپايي ټولنې د همکاریو د تړون له کبله ۸۰ سلنه کم والی راغلی دی.

cw/cmk (AP, dpa)