1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايغور مسلمانانو پر سر د بریتانيا او چين تر منځ اختلافات

۱۳۹۹ تیر ۳۰, دوشنبه

د چين او بريتانيا تر منځ په ګډو اړيکو کې اختلافات ډير شوي دي. دغه اختلافات د چين په سینکيانګ ايالت کې له ميشتو ايغور مسلمانانو سره د چين له لورې د تاوتريخوالو له کبله ډير شوي دي.

https://p.dw.com/p/3fbgQ
China Uiguren in Xinjiang
انځور: picture-alliance/dpa/N. H. Guan

بريتانيا ويلي دي چي پر هغو چينايي چارواکو باندې به بنديزونه ولګوي چې د انساني حقوقو په نقض کې ښکيل دي. په ورته وخت کې چين هم د هر ډول اقدام په صورت کې د «سخت ځواب» ورکولو خبرداری ورکړی دی.

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير پر بيجنګ تور لګولی دی چې د دغه هيواد په لويديځ ايالات سنکيانګ کې «په پراخه کچه» د ایغور مسلمان لږکيو د انساني حقونو پر نقضولو لاس پورې کوي.

هغه زياته کړې ده، کوم چینايي چارواکي چې په دغه مسئله کې ښکيل دي پر وړاندې به يې بايد له اقداماتو څخه انکار ونشي.

دومنګ راب ويلي دي چې د چين له لوري پر ډيرو ايغور مسلمانو ښځو د عقيم کولو او له ماشوم زېږولو څخه د هغوی د ممانعت او د نورو تاوتريخوالو رپوټونه هم شته.

China Ethnie der Uiguren
انځور: picture-alliance/dpa/D. Azubel

هغه ويلي دي: «دا ډيره زورونکې ده، د [ښځو] د عقیم کولو نه نيولې د نسل د تصفيې تر کمپونو پوري. دغه وضعيت زموږ په ذهن کې هغه څه يو ځل بیا راتازه کوي چې له يوې اوږدې مودې راهیسې نه دي ليدل شوي. که څه هم موږ له چين سره ډيرې ښې اړيکې لرو، خو موږ دغه ډول يو چلند هم نه شو لیدلی.»

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير زیاته کړې چې بریتانيا به له خپلو متحدينو سره په دې برخه کې لازم اقدامات تر سره کړي.

دومنګ راب وايي چې د خلکو له خوا فشارونه دي چې پر هغو چينايي چارواکو باندې دې بنديزونه ولګوي او جایدادونه يې بند کړل شي چې د ايغور مسلمانانو پر وړاندې تاوتريخوالو کې ښکيل دي. په دې تړاو په يوه عریضه کې تر سلو زرو ډيرو کسانو لاسليکونه کړي. د دغو خلکو هدف دا دی چې پارلمان پر دغې موضوع باندې بحث وکړي.

بل لور ته په بريتانيا کې د چين سفير ويلي دي چې که چيرته بريتانيا د چينايي چارواکو پر ضد دا ډول اقدامات ترسره کړي، نو چين به هم ورته «سخت ځواب» ورکړي. چينايي سفير، ليو شياومنګ، ويلي دي: «که بریتانيا پر يو چينايي وګړي باندې هم قیودات وضع کړي، نو چين به يې یقيناً پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړي.»

هغه زياتوي: «تاسو به ليدلي وي چې د چين او امريکا تر منځ اړيکو کې څه وشول. زه نه غواړم هغه څه چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو کې رامنځ ته شوي، د بريتانيا او چين تر منځ اړيکو کې دې هم رامنځ ته شي.»

په بريتانيا کې د چين سفير زياته کړې: «بريتانيا دې د امريکا په ډول د ګډيدو پر ځای پر خپل خپلواک بهرني سیاست باندې عمل وکړ. د چين سفير په چين کې د هر ډول کمپونو په تړاو خبرونه «خيالي» وبلل. هغه زياته کړه چې د ايغور مسلمانانو پر وړاندې د نسلي تطهير کمپونو د شتون خبرونه بې بنياده دي.

په بريتانيا کې د چين سفير د ايغور مسلمانانو په تړاو پر چين باندې نور تورونه هم رد کړل. ليوشياومنګ هغه ادعا چې گواکي د ۲۰۱۵م او ۲۰۱۸م کلونو په منځ کې د ايغوريانو په نسل کې ۸۴ سلنه کمښت راغلی دی، درسته نه ده. د هغه په خبره په سنکيانګ کې د ايغوريانو نفوس په تيرو څلورو کلونو کې دوه برابره ډير شوی دی.

دويچه ویله ا/م.ک.ص./ن.ز.