1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«ښايي تر ۷۰ سلنه ايرانيان په کرونا ويروس اخته شي»

۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبه

د ايران د عامې روغتيا د وزير مرستيال ويلي دي چې ايران د کرونا ويروس د نه تشخیص له امله د هغه خپريدو ته ډير وروسته متوجه شوې دی. هغه وايي احتمال لري چې تر ۷۰ سلنې پورې خلک پر کرونا ويروس اخته شي.

https://p.dw.com/p/3ZQ1q
Iran Corona | Straßenszene in Tehran
انځور: AFP/Str

د ايران د عامې روغتيا مرستيال وزير، داکتر رضا ملک زاده، په ايران کې د کرونا ويروس د خپريدو په اړه وايي: «بايد په ډيره زيرکتیا سره مو اقدام کړی وی. فکر کوم په اعلان کې مو يو څه ځنډ کړی دی، په دې دليل چې خبر نه وو.»

د ايران د (ايسنا) خبري آژانس په حواله، ملک زاده په يوې ټلويزيوني مرکه کې له چين څخه ايران ته د کرونا ويروس د انتقال په اړه وويل: «موږ چين سره پراخ روابط درلودل او ډير تګ راتګ موجود وو. په چين کې د ناوخته اعلانولو له وجې، دغه ويروس ايران ته داخلیږي او په دغې موده کې د يوې آنفلوآنزا په توګه په نظر کې نيول کیږي. موږ دغه تنفسي ناروغي په ځانګړې توګه په قم او ځينو نورو ښارونو کې درلودله او ټولې مو د انفلولانزا په توګه ګڼلې. موږ وروسته له هغې وشو کړای اعلان وکړو چې چين اعلان وکړ او دا يې هم وويل چې تستونه او کيتونه يې ايران ته هم داخل شوي دي.»

د ايران د عامې روغتيا د وزير مرستيال وويل، د «يو لړ ملاحظاتو» له امله چين سره ارتباطات په خپل وخت پرې نه شول. هغه په دې اړه زياته کړه: «سربيره پر دې چې د روغتيا وزارت دغه وړانديز جدي نيولی وو او په اړه يې حکومت ته څو غونډې هم مطرح کړې، خو په واقعيت کې موږ ونه توانيدو پر وخت ورڅخه ملاتړ وکړو تر څو پولې په بشپړه توګه وتړو. اقتصادي روابط، په چين کې د ډير شمير ايرانيانو او يو شمير ايراني محصلانو اوسيدل، د دغې موضوع سبب واقع شول.»

داکتر ملک زاده د خپلو خبرو په پای کې وويل: «موږ به هغه وخت له دغه ويروسه خلاص شو چې د ۵۵ نه تر ۷۰ سلنې پورې خلک پر دغه ويروس مبتلا شي، او هغه په دې دليل چې موږ په خپل هيواد کې تل اجتماع ګانې لرو او خلک د مختلفو هغو مراسمو په دليل چې موږ يې لرو، په يو ځای کې سره راټوليږي.»