1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپئو: د ايران تيل وړونکې کشتۍ سوريې پر لور حرکت کړی

۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبه

د امريکا خارجه وزير مايک پمپئو ويلي چې د «آدريان دريا ۱» تيل وړونکې کشتۍ د سوريې طرطوس بندر پر لور حرکت کړی دی. هغه ويلي، ظريف باندې اعتماد کول لويه اشتباه وه. ايران بريتانيا ته ژمنه کړې وه چې کشتۍ يې سورېې لور ته نه ځي.

https://p.dw.com/p/3OnLz
Iranischer Tanker Adrian Darya vor Gibraltar
انځور: AFP/Getty Images/J. Bugeja

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو له لوري د يوه ټويټري خپرول، د ايران د تيلو ليږدونکۍ کشتۍ «آدريان دريا ۱» د توقيف په اړه حساسيتونه يو ځل بيا تازه کړي دي. پمپئو د شنبې ورځې په سهار(د ۲۰۱۹م کال د اګست ۳۱مه) د يوه ټويټرې پست له لارې ويلي، چې يادې تيل وړونکې کشتۍ خپل مسير د سوريې طرطوس بندر لور ته اړولی دی.

خبري آژانسونو تر دې مخکې د «آدريان دريا ۱» کشتۍ د مسير په اړه ويلي وو چې د لبنان لور ته يې تغيير ورکړی دی. د فرانسې خبري آژانس د اګست په ۳۱مه د لبناني چارواکو له قوله دغه خبر تکذيب کړی چې دغې کشتۍ دې لبنان پر لور حرکت کړی وي.

لبناني چارواکو ويلي دي چې دغه هيواد له هيڅ هيواد څخه تيل نه رانيسي او نه هم دوی د خامو تيلو د تصفيې کارخانې نه لري.

Iranischer Tanker Adrian Darya vor Gibraltar
د «ګريس ۱» نوم «آدريان دريا ۱» ته اړول شویانځور: AFP/Getty Images/J. Bugeja

د امريکا د بهرنيو چارو وزير پر خپل ټويټر ليکلي: «محمد جواد ظريف بريتانيا ته تضمين ورکړی وو چې، د ايران سپاه پاسداران پورې اړونده کشتۍ «ګريس ۱/ آدريان دريا ۱» به سورېې پر لور نه ځي. خو موږ موثق معلومات په لاس کې لرو چې ښيي، دغه تيل وړونکې کشتۍ د سوريې طرطوس بندر پر لور روانه ده. زه هيله مند يم چې هغه خپل مسير بدل کړي. پر ظريف باندې باور کول لويه اشتباه وه.»

د ايران د تيلو دغه ستره کشتۍ د جون مياشتې په څلورمه د جبل الطارق سمندري ځواکونو، د بريتانا سمندري ځواکونو په مرسته توقيف کړه چې تر ۴۵ وروځو توقیف وروسته بيرته خوشې شوه. خو تر هغه وروسته د امريکا متحده ايالاتو يوې محکمې د يادې کشتۍ د بيا توقیف غوښتنه وکړه. متحده ايالات «ګريس ۱» د اروپايي اتحاديې د تحريمونو پر نقضولو، سوريې ته د تيلو پر ليږد تورنوي.

د توقيف پر وخت د دغې کشتۍ نوم «ګريس ۱» وو چې بيا وروسته «آدريان دريا ۱» ته واړول شو. توقيف څخه د کشتۍ له خوشې کيدو دوه اوونۍ تيرې شوي، خو لا هم دغه تر تعقيب لاندې ستره کشتۍ په سمندر کې لالهانده ګرځي. په دغې کشتۍ کې د ۱۳۰ ميليون ډالرو په ارزښت، ۲ ميليون او ۱۰۰ زره بيرله خام تيل بار دي.

د رپوټونو پر اساس، متحده ايالاتو د سيمې هيوادونو ته خبرداری ورکړی چې دغې کشتۍ ته په خپلو بندرونو کې د لنګر اچولو اجازه ورنکړي. يونان د متحده ايالاتو تر خبرداري وروسته وويل چې دغه کار به نه کوي. تر هغه ورووسته داسې رپوټونه ورکړل شول چې «آدريان دريا ۱» د ترکيې مرسين بندر په لور حرکت کړی دی.

د امريکا د مالې وزارت، د دغې کشتۍ کپټان، آخليش کومار باندې تحريم لګولی دی. په دې ترتيب په امريکا کې د دغه امريکايي شتمنۍ تړل شوې او هغه سره د هر امريکايي وکړي او شرکت همکاري کول ممنوع ګرځول کيږي.