1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

د ايران او طالبانو د پوله ساتونکو ترمنځ وسله واله شخړه شوې

۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبه

تر زياتېدونکو سیاسي ترينګلتياوو وروسته ايران او طالبانو د پولې په اوږدو کې وسله واله نښته کړې ده. ايراني دولتي خبري آژانس ايرنا ادعا کوي چې سرحدي چارواکو يې له نيمروز څخه د طالبانو بريد ته ځواب ويلی دی.

https://p.dw.com/p/4RtRK
Grenzregion zwischen Iran und Afghanistan bei Sarandsch
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

طالبانو د ايران او افغانستان پر پوله د شويو ډزو په هکله تر اوسه څه نه دي ويلي او د پېښې د قربانيانو په هکله هم تر اوسه معلومات نه شته. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د طالبانو د واکمنۍ راهيسې په وار وار د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې شوې دي. دواړو لورو پخوا تل له غلط فهميو څخه خبرې کولې او د ۹۲۱ کيلومتره اوږدې پولې د مسير په هکله هم کومې اساسي لانجې نه شته.

په نیمروز کي له ایران سره د پولي تړل کیدو خلک او سوداګر اندېښمن کړي

په دې وروستيو کې د هلمند سيند د اوبو د حق په سر کړکېچ راولاړ شو. د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د طالبانو حکومت ته ګواښ وکړ او د اوبو د حق په سر د يوه پخواني تړون رعايت يې وغوښت.

ایا طالبان به ایران ته د اوبو برخه ورکړي؟

د برق د توليد او خړوبولو په موخه له زرو کيلومترو څخه اوږد د هلمند سيند د افغانستان په طرف د اوبو بندونه لري. طالبانو څرګنده کړه چې وچکالي او اقليمي بدلون دوی ته اجازه نه ورکوي چې په کافي توګه اوبه ګاونډي هېواد ايران ته ورپرېږدي.

ایران ولي د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی؟

يو څو ورځې وروسته د ايران خبري آژانس ايرنا د سپوږمکۍ انځورونه خپاره کړل او د طالبانو خبرې يې رد کړې. څېړونکي د کلونو راهيسې خبرداری ورکوي چې په سيمه کې وچکالي په ډېرېدو ده ځکه چې دغه سيمه له اقليمي بدلون څخه ډېره اغېزمنه شوې ده.

ډي پي اې/ن.ص./ش.ن.