1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین کړکیچ: د اوربند نقضولو په سلونو پیښې ثبت شوي

۱۴۰۰ اسفند ۱, یکشنبه

د اوکراین په ختيځه جنجالي سیمه کې دواړو مخالفو خواو د يکشنبې په ورځ د اروبند نقضولو د نوو مواردو رپوټونه ورکړل. تر دې یوه ورځ مخکې د ناټو عمومي منشي وویل له نښو نښانو داسې ښکاري چې روسیه پر اوکراین يو تمام عیار یرغل کوي.

https://p.dw.com/p/47IyK
Ukraine | Konflikt in der Ostukraine
اوکرایني ځواکونه انځور: Gleb Garanich/REUTERS

په لوهانسک او دونیتسک سیمو کې روسيه پلوه بیلتون غوښتونکو ويلی دي چې د تیرې نیمې شپې راهیسې څو ځله پر کليو باندې ډزې شوي دي. اوکرايني پوځ هم په سهار کې د اوربند نقضولو د څو مواردو ادعا کړې ده.

خو د آلمان خبري آژانس (dpa) له کيف څخه وايي چې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تصدیقیدای نشي.

په دغې جنجالي سیمه کې د اوربند د نقضولو ادعاوې یوه ورځ وروسته له هغې ورکول کيږي، چې د ناټو عمومي منشي ینس ستولستنبرګ وويل چې داسې شواهد شته چې روسيه پر اوکراین د ېو بشپړ عیار یرغل له پاره د پلان جوړولو په حال کې ده.

 روسيې د اوکراین سرحد ته نژدې خپل له سلو زرو ډير عسکر او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي چې دغه کار يې لويديځ ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی. خو مسکو په وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې یو شمیر ځواکونه يې له دغې سیمې بیرته راويستلي دي.

خو د ناټو سر منشي د مسکو د دغو څرګندونو برخلاف نظر لري. هغه وویل «څرنګه چې روسيه وايي، هيڅ ځواکونه نه دي ایستل شوي، بلکې نور ځواکونه هم پر هغوی وزیات شوي دي.»

ستولتنبرګ له دې نه علاوه دا هم وويل چې داسې نښې نښانې موجودې دي چې روسيه پر اوکراین باندې د حملې کولو له پاره د بهانې جوړولو په هڅه کې ده.

روسيې که څه هم د اوکراین پولې ته نژدې خپل له ۱۰۰ زرو ډير ځواکونه ځای پر ځای کړي دي، خو وايي چې پر اوکراین باندې د حملې کولو قصد نه لري او په دې اړه د لويديځ او د هغوی د متحدانو ادعاوې ردوي.

د نړیوالو ناظرانو په حواله، په سیمه کې د وروستیو ورځو په جریان کې د اوربند نقضولو پيښې په شدت ډيرې شوي دي.

Weißrusslnad | Russland | gemeinsame Militärübung
د اوکراین پولې ته نژدې روسي ځواکونهانځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture alliance

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان (OSCE) د یوې اعلامېې پر اساس، په لوهانسک سیمه کې د نقض ۹۷۵ پيښې ثبت شوي دي چې په هغو کې ۸۶۰ پيښې یې د چاودنو دي.

همدارنګه په دونیتسک سیمه کې د نقض ۵۹۱ پيښې ثبت شوي چې په ډله کې يې ۵۳۵ پېښې يې چاودنې دي. دغه ارقام د جمعې ورځې پيښو ته اشاره کوي.

 په وروستیو ورځو کې د اوکراین په ختيځ کې د ناوړه وضعیت په اړه اندیښنې ډيرې شوي دي.

په اوکراین کې د روسيې پلوه بیلتون غوښتونکو مشر، دنیس پوشلین، د شنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو په سیمه کې د بشپړ پوځي تیارسي اعلان وکړ.

له دغې اعلاميې خپریدو سره سم، په لوهانسک کې د بیلتون غوښتونکو یو بل مشر، لئونيد پاسچنیک، هم یوه ورته اعلاميه خپره کړه.

پاسچنیک په دغې اعلاميه کې خلکو ته په خطاب کې ويلي دي: «زه د جمهوريت له ټولو هغو نارینه و څخه چې کولی شي سلاح اوچته کړي، غوښتنه کوم چې له خپلو کورنیو، ماشومانو، میرمنو او میندو دفاع وکړئ.» هغه زیاته کړې: «په ګډه به موږ وشو کړی خپلې ارماني بریا ته چې موږ ټول يې اړتیا لرو، ورسيږو.»

په دغې اعلامیه کې د اوکرایني ځواکونو له لورې د «ناڅاپي یرغل ګواښ» څخه خبر ورکړل شوی، خو اوکرايني چارواکو بیا دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.

اوکرايني بیلتون غوښتونکي ځواکونه له نژدې اتو کلونو راهیسې پر جګړه بوخت دي، خو د سرحدي سیمو تاوتریخوالی په وروستيو اونیو کې ډیر شوی چې په دې جریان کې د بشري مرستو یو کاروان هم په نښه شوی دی.

په دونیتسک ښار کې د جمعې په ورځ د یوه موټربم چاودنه د خبرداري حس یو بل چټک زیګنال وو.

 (dpa)/mks/mns/