1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د اوکراین ډیره ساحه د ماینونو څخه ډکه ده

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

د کیف څخه ویل کیږي، چي د اوکراین تقریبأ ۳۰ فیصده خاوره د روسیې د تهاجمي جنگ په نتیجه کي د ماینونونو څخه ډکه ده.

https://p.dw.com/p/4Jlsx
Ukraine Krieg I Minen in Cherson
انځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

د اوکراین د اضطراري حالاتو کمیټې په خپله انترنیټ پاڼه کي لیکلي دي، چي دغه اندازه د اطریش تقریبأ دوه چنده ساحه تشکیلوي. په خبره یې ماین کاري سوې ساحه او د ماینونو تعداد د جنگ د ترمخه وخت په مقایسه لس چنده سوی دی. دغي کمیټې همدارنگه ویلي دي، چي د خِرسون او میکولایف په ازادو سوو منطقو کي د ماینونو راایستلو کارونه شروع سوي او جریان لري. 
د ماینونو د ممانعت د جهاني کمپاین د تازه ارقامو په حواله روسیې په اوکراین کي په بین المللي سطح منع سوي حداقل اوه ډولونه ماینونه کار کړي دي.