1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

د اوکراین د یو ډرون په حمله کې ۵ تنه وژل شوي

۱۴۰۳ تیر ۹, شنبه

د اوکراین ېوه ډرون د روسيې سرحد ته نژدې يو کور کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه ته وژلي دي. دغه خبره د شنبې په ورځ ځايي چارواکو کړې ده.

https://p.dw.com/p/4hf73
د آرشیف انځور (د ۲۰۲۳م کال د اګست۲۷مه) - په کورسک سيمه کې پر یو ساختمان د ډرون حملې ورسته انځور
د آرشیف انځور (د ۲۰۲۳م کال د اګست۲۷مه) - په کورسک سيمه کې پر یو ساختمان د ډرون حملې ورسته انځور انځور: Kursk Region Government/ITAR-TASS/IMAGO

د فرانسې خبري آژانس وايي چې د ډرون په دغه حمله د روسيې په کورسک سیمې په ګورودويشچه کلي کې یو کور په نخښه شوی. زیاته شوې چې دغه کور د اوکراین له سرحد یوازې څومتره لرې پروت دی.

د کورسک والي الکسي سيمرنوف پر ټيلګرام ليکليٍ: «زموږ له بدې مرغې، د دوو وړو ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.» په رپوټ کې د درو نورو وژل شوو کسانو په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي، خو سیمرنوف وويل چې «د کورنۍ دوه نور غړي په سخت وضعیت کې دي.»

د سيمرنوف په وینا چې بريد پر «کوپتر» ډوله ډرون شوی دی. هغه وويل چې کوپتر کوچنۍ ډرون دي چې کولی شي لاسي بمونه او نور چاودېدونکي مواد انتقال کړي او پر اهدافو ېې وغورځوي.

روسيه او اوکراين د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ راهیسې د یو بل پر وړاندې له ډرونونو استفاده کوي چې په هغو کې داسې داسې ډرونونه چې په سلونو کيلومتره مسافه وهلی او خپله چاودنه کوي، هم شامل دي.

اوکراین روان کال د روسيې په حریم کې خپلو حملو ته شدت ورکړی دی چې په وینا ېې په هغو کې د انرژۍ ساحې او سرحد ته نژدې کلي او ښارګوټي په نخښه کيږي.

(AFP)mks/aa