1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین ويلي، د هوا په ښه کيدو سره ځوابي عملياتو پيل کوو

۱۴۰۱ آذر ۲۱, دوشنبه

د اوکراین د دفاع وزیر الیکسي ریزنيکوف ژمنه کړې چې د هوا په ښه کیدو سره به وسله وال ځواکونه د روسیې د يرغلگرو پر ضد خپل ځوابي عملیات بیا پیل کړي.

https://p.dw.com/p/4KpHG
Ukraine Cherson | Soldaten der ukrainischen Armee
انځور: Bulent Kilic/AFP

د اوکراین د دفاع وزیر الیکسي ریزنيکوف دا ژمنه کړې چې د هوا په ښه کیدو سره به د دوي وسله وال ځواکونه د روسیې د يرغلگرو پر ضد خپل ځوابي عملیات له سره پیل کړي. وزیر په اودیسه کې د خپل سویډني سیال پال جانسن سره په یوه ناسته کې وویل چې اوسنی «وچ منی تر اوسه لا يخ نه وهلي مځکي» د څار موټرو له پاره مناسب شرایط نه وړاندې کوي. پوځ غواړي کله چې ځمکه د یخ له امله سخته یا کلکه شي، د ځوابي بریدونو له پاره هغه شیبه وکاروي. په اوکراین کې د جگړې محاذونه له اونیو راهیسې، بدل شوي نه دي او په خپل حال پاتي دي.